د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تعليم نړيواله مبارزه ملاله يوسفزۍ پاکستان ته تللې


ملاله يوسفزۍ په ۲۰۱۲ز کال کې بريتانيې تر درملنې وروسته په لومړي ځل د ۲۰۱۸ز کال په مارچ مياشت کې خپل پلرني ټاټوبي سوات ته تللې وه.
ملاله يوسفزۍ په ۲۰۱۲ز کال کې بريتانيې تر درملنې وروسته په لومړي ځل د ۲۰۱۸ز کال په مارچ مياشت کې خپل پلرني ټاټوبي سوات ته تللې وه.

د سولې لپاره نوبېل جایزه ګټونکې او د تعلیم نړيواله مبارزه ملاله يوسفزۍ د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ ښوولو لپاره کراچۍ ته رسېدلې ده.

د سيند صوبې چارواکي وايي چې ملاله نن سهار وختي (د اکتوبر پر ۱۱مه) له خپل پلار ضياوالدين يوسفزي او مور تورپېکۍ يوسفزۍ سره يو ځای له بريتانيې څخه د قطر پر لاره د کراچۍ هوايي ډګر ته ورسېده.

تمه کيږي چې نوموړې به له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د خپلې خيريه ادارې "ملاله فنډ" لخوا د ځينو مرستو اعلان هم وکړي.

وسله والو طالبانو د ۲۰۱۲ز کال د اکتوبر پر نهمه ملاله يوسفزۍ هغه وخت په ډزو وېشتلې وه چې کله په مېنګوره کې په ګاډي کې له سکوله خپل کور ته تله. وروسته هغه د درملنې لپاره د بريتانيې برمنيګم ښار ته يووړل شوه چې بيا هم هلته له خپلې کورنۍ سره پاتې شوه.

ملاله هغه مهال ۱۵ کلنه وه چې وسله والو طالبانو ورباندې قاتلانه حمله وکړه. تر هغې پېښې وروسته ملاله په لومړي ځل د ۲۰۱۸ز کال د مارچ پر ۲۹مه پاکستان ته تللې وه او پر اسلام اباد سربېره يې د سوات دوره هم کړې وه.

تر ژوبلېدو او پاکستان پرېښودو وروسته دا دوهم ځل دی چې ملاله پاکستان ته تللې ده. که څه هم دا ځل د نوموړي د سفر مقصد د پاکستان له سېلاب ځپلو سره خواخوږي او مرستې راغونډول دي، خو لا هم څرګنده نه ده چې هغه به وروسته نورو کومو سيمو ته ځي او له چا سره به ملاقاتونه کوي.

د ملالې خيريه ادارې "ملاله فنډ" د روان کال په سېپټېمبر مياشت کې د پاکستان په سېلابونو کې له ځپل شويو نجونو سره د مرستو لپاره د "ژغورنې نړيوالې کمېټۍ" له لارې مالي مرسته کړې وه.

د پاکستان د چاپيريال ساتنې وزیرې شيري رحمان د اکتوبر پر ۱۰مه پارلېمان ته د معلوماتو ورکولو په وخت وويل چې که څه هم حکومت د بېنظير اينکم سپورټ پروګرام له لارې پر سېلاب ځپلو ۷۰ اربه روپۍ وېشلې دي خو لا هم په ميليونونه خلک خوړو ته اړتيا لري.

نوموړي زیاته کړه چې تر ۳۳ ميليونو زياتو اغېزمنو شويو خلکو څخه د اکثرو په سیمه کې اوبه ولاړې دي چې د وبايي ناروغيو پيدا کولو وېره یې زياته کړې ده.

هغې وويل چې ۱،۷۰۰ کسان په سېلابونو کې مړه شوي او لږ تر لږه شپږنيم لاکه حامله مېرمنې د کېمپونو په خېمو کې ژوند کوي دي چې بیړنيو روغتيايي مرستو ته اړتيا لري.

شيري رحمان وويل چې تر اته ميليونو زیات خلک له روغتيايي خطرونو سره مخامخ دي. د هغې په وينا د دې وجه په سېلابونو کې د کليوالو روغتيايي مرکزونو او روغتونونو ورانېدل دي.

په پاکستان کې د جون له نيمايي راهيسې تندو بارانونو او وروسته راغليو سېلابونو په لکونو کورونه وران کړي او پر لکونو اېکړه مځکه يې ولاړ فصلونه او باغونه له مينځه وړي دي.

د نړۍ ځينو هېوادونو له پاکستان سره له دې بحرانه د وتلو لپاره مالي‌ مرسته کړې چې امريکا يې په سر کې ده.

XS
SM
MD
LG