په نړۍ کې د خبریالانو د خوندیتوب سازمان - بې پولې خبریالانو - اعلان کړی دی چې پاکستان په ۲۰۲۵م کې لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان په زور افغانستان ته ستانه کړي دي.
یاد سازمان د ډېسېمبر پر پینځمه په یوه اعلامیه کې د پاکستان دا ګام له نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه بللې ده.
سازمان لیکلي چې په پاکستان کې په لسګونه نور افغان خبریالان هره ورځ د نیول کېدو او شړل کېدو په ویره کې وي.
اعلامیه لیکي چې شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان د طالبانو د ګواښونو له امله له افغانستانه تښتیدلي او په پاکستان کې یې پناه اخیستې او د دې سازمان په ملاتړ په درېیمو هیوادونو کې د بیا میشتیدنې په تمه دي.
د سازمان په وینا، ډیری خبریالان د اسنادو له قانوني تایید پرته د پولیسو له خوا په مستقیم ډول تورخم ته لېږدول کیږي او طالبانو ته سپارل کیږي.
د بې پولې خبریالانو د جنوبي اسیا څانګې مشرې سیلیا مرسیه د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان خیریالانو داسې اېستل دې په سمدستي توګه ودروي او د هغوی د ویزو د مودې د غځولو لړۍ دې بیرته پیل کړي.
نوموړې له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې په نورو هیوادونو کې د دې افغان خبریالانو د بیا میشتیدنې لپاره خوندي او سمدستي لارې چارې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی، د خبریالانو، مدني فعالانو او پخوانیو سرتیرو په ګډون یې په زرګونه افغان کډوال نیولي او هره ورځ یې افغانستان ته استوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه په یوه خبري غونډه کې له پاکستانه د افغانانو د ایستلو د پروسې پر لا چټکولو ټینګار وکړ.
هغه وویل چې د ۲۰۲۵ کال تر سېپټمبره یې شاوخوا یو مېلیون او شپږ لکه افغانان له پاکستانه ایستلي دي.
حسینه رفیع یوه له هغو افغان خبریالانو ده چې شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې د پاکستاني پولیسو لخوا په اسلام اباد کې ونیول شوه او له سلګونو نورو افغان کډوالو سره یو ځای افغانستان ته واستول شوه.
نوموړې د ډېسېمبر پر پینځمه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ پاکستانیو پولیسو دا او د دې یو همکار سخت وهلي او بیا یې افغانستان ته شړلي دي.
نوموړې وویل، اوس په افغانستان کې په سختو شرایطو کې له امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. خو پاکستانیو چارواکو داسې تورونه تل رد کړي چې ګواکې دوی پر نیول کېدونکو کډوالو تشدد کوي.
دې وویل، "تقریباْ له یوې اونۍ زیات وخت کېږي چې موږ په افغانستان کې یو، تر اوسه مو ۱۰ کورونه بدل کړي، ځکه دلته زموږ ژوند په خطر کې دی، موږ بد امنیتي وضعیت کې یو، دلته کور نه لرو، اقتصاد مو ښه نه دی."
ځینې خبریالان چې لا هم په پاکستان کې ژوند کوي، په یاد هیواد کې د خپل وضعیت په اړه اندیښمن دي او وايي چې هره شېبه د شړلو له خطر سره مخامخ دي.
د دوی له ډلې د ظاهر بهاند په نامه یو خبریال ازادي راډیو ته وویل، "په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی او د هرې ورځې په تېرېدو د دوی ستونزې ډېرېږي، زه خپله سږکال په اپریل میاشت کې د پولیسو لخوا ونیول شوم خو د رسنیو په همکارۍ بېرته ازاد شوم."
د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې، د دوی په وینا، د ناقانونه کډوالو اېستل پیل کړي وو.
پاکستاني چارواکي د خپل دې ګام لپاره دلیل وړاندې کوي چې په ملک کې یې امنیتي حالت خراب دی نو دوی ځکه هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند وکړي.
د ملګرو ملتونو په ګډون په نړۍ کې د بشري حقونو لپاره کارکوونکو یو شمېر سازمانونو وخت پر وخت د پاکستان د دې ګام غندنه کړې او د یاد ملک پر واکمنو یې غږ کړی چې په زور د کډوالو اېستل ودروي. خو پاکستانیو چارواکو لا تراوسه د افغان کډوالو نیول او اېستل جاري ساتلي دي.