د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: تل مې خپل وطن ته د تلو ارمان درلود


د خیبر پښتونخوا د کښلې سېلانۍ سیمې سوات اوسېدونکې، د امن نوبيل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ نن د زیارت/پنجشنبې ورځ نېږدې پنځه کاله پس خپل هېواد ته ستنه شوه. دا وايي، تل یې ارمان وو چې خپل وطن ته ستنه شي.

ملاله یوسفرۍ دا مهال د نجونو تعلیم خورولو جهاني مبارزه ده، په اسلام اباد کې د هغې د هرکلي په ویاړ یوې غونډې چې د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي جوړه کړې وه، په خپله وینا کې وویل چې د نوي کهول زده کړو ته پاملرنه پکار ده.

د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي د نوبېل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او د هغې کورنۍ ته هرکلی ووایه
د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي د نوبېل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او د هغې کورنۍ ته هرکلی ووایه

د پاکستان وزيراعظم هاوس دستورې ته ملالې یوسفزۍ په خپله وينا کې وويل، تل یې ارمان وو چې پاکستان ته ولاړه شم او هلته په امن کې او بې له ويرې په کوڅو کې وګرځي، له خلکو سره وویني له خپلو سره خبرې وکړي. او هلته یې پخوانی کور وي، او هغه رنګ وي چې څنګه مخکې وو.

ملالې په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې (زه د شلو کالو یمه خو په ژوند کې مې ډېر څه وليدل په ما حمله کېدل او بيا ملک پرېښودل دا هر څه په خپله وشول زما په هېڅ شي کنټرول نه وو که زما خوښه وی نو ما به کله هم خپل ملک نه وی پرېښودی خو دلته ډاکټرانو زما عمليات وکړل او د نور علاج لپاره زه له وطنه بهر ولاړم او هلته مې خپل تعليم جاري وساتو او تل مې دا غوښتل چې پاکستان ته ولاړه شم او په غیر د څه وېرې ترهې خلکو سره ووينم او خبرې اترې ورسره وکړم.)

ملاله پاکستان ته ولاړه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00

ملالې وویل چې د پاکستان راتلونکی هم دا نوی نسل دی او هم پر دوی توجو ورکول پکار ده. دې زیاته کړه چې ملالا فنډ هم په دې لړ کې کار کوي او په پاکستان کې په تعليم باندې څه باندې شپږ ميليونه ډالر لګولي دي او دا کار به جاري ساتي.

د دې د هرکلي لپاره غوړې غونډې ته د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي هم وينا وکړه او و یې ويل چې ملاله د پاکستان وياړ ده. نوموړي زياته کړه: (نن زه ډېر خوشاله يم چې زموږ يوه بچۍ په ټوله نړۍ کې ډېر زيات شهرت ترلاسه کړ او اوس خپل کورته راغله. ملالې ته چې کله تللی نو ماشومه وې اوس چې راغلې نو اوس په نړۍ کې د پاکستان تر ټولو مشهور ه وګړې يې. دا ستا کور دی ته چې کله هم راځې نو راتلی شې. ستا امنيت پر موږ فرض دی. ته چې تللې نو هغه وخت په پاکستان کې ترهګري وه او ته خپله هم د دغې ترهګرۍ ښکار شوې وې. خو اوس حالات ډېر ښه شوي دي. زه به هم دومره ووايم چې ملالې کور ته په خیر راغلې.)

له دغې دستورې پرته د پاکستان په ګډون د نړۍ يوشمير سياستوالانو، هنرمندانو او نورو مشهورو خلکو هم په ټولنيزو رسنيو پاکستان ته د ملالې یوسفزۍ په ورتګ خپلې څرګندونې کړي دي.

د عوامي نېشنل ګوند يو مشر افراسياب خټک يو څو شعرونه ملالې ته ډالۍ کړي دي:

ګولو چې ماته نه کړای شوه د پولادو ککرۍ ده

ديوانو چې خپه نه کړای شوله دا هغه مرۍ ده

سر لوړی اوسېدلی پرې پرون وو او نن هم

ملاله د ميوند وه که د سوات دغه زمرۍ ده

د ډاکومنټري او فلمونو جوړونکې امبر ليکي ملاله يوسفزۍ چې په ايمبولينس او بې هوشۍ کې يې پاکستان پرېښود اوس پينځنه کاله پس چې هېواد ته ځي نو نوبيل جايزه يې ګتلې، سکول يې سرته رسولی او اکسفورډ پوهنتون کې يې زده کړې پیل کړې دي.

دا ليکي چې په دې تېرو پينځو کالو کې ملالې د نجونو د تعليم لپاره دومره څه کړي چې ټولو غير دولتي ادارو يا اين جي او ګانو په شريکه نه دي کړي. هغه اوس له برياليتوب سره هېواد ته راغلې.

د عمران خان پخوانۍ ميرمن ريحام خان ،د فلمي نړۍ ستورې ماهره خان او نورو يوشمير سياستوالو او فلمي ستورو ملالې يوسفزۍ ته هرکلی ويلی دی.د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی سيد علي رضا عابدي بيا ليکي د پاکستان بهادره لور ملالې ته خپل هيواد ته په راستنېدو هرکلی وايي.

همداراز ټولنيزه فعاله نيلم ګګیاڼۍ بيا ليکي چې ملالې په دې نړۍ کې د خلکو له ذهنونو ټوپک لیرې کړ او د هغې پرځای يې قلم ته ورکړ. د دې په خبره کله چې ټوله نړۍ خاموشه وه نو بيا هم د ملالې غږ پياوړی وو.

همداراز په امريکا کې د جنوبي اشيا په اړه کارپوه مايکل کوګل مېن بيا په خپل ټويټر پیغام کې ليکي، ځينو خلکو ويل چې ملاله به را نه شي او ځينو غوښتل چې هغه را نه شي خو هغه راغله. په جارج واشنګټن يونيورسټۍ کې د فل برايټ سکالره شاهيره جليل بيا ليکي چې کوم خلک اوس پاکستان ته د ملالا په راتګ نيوکې کوي نو هم دا خلک وو چې له دې کبله به يې پر ملاله نيوکې کولې چې پاکستان ته نه راځي. نوموړې وايي وروره تاسو اخر غواړئ څه؟

ملاله يوسفزۍ څه باندې پنځه کاله وروسته پاکستان ته تللې ده.

نوموړې د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر په میاشت کې هغه وخت وسله والو طالبانو په ډزو وېشتلې وه چې کله په مېنګوره کې په ګاډي کې له سکوله خپل کورته تله. له ټپي کېدو وروسته د علاج لپاره د برتانيا و برمنګهم ښار ته يوږړل شوه چې بيا هم هلته له خپلې کورنۍ سره پاته شوه.

ملاله هغه مهال ۱۵ کلنه وه چې وسله والو طالبانو ورباندې قاتلانه حمله وکړه.

په ۱۷ کلنۍ کې ورته د سولې نوبل جايزه ورکړل شوه.

ملاله يوسفزۍ دا وخت د برتانيا په اکسفورډ پوهنتون کې زدهکړې کوي.

ملاله لس کلنۍ وه چې د نجونو تعلیم یې غوښت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:44 0:00

XS
SM
MD
LG