د لاسرسي ځای

تازه خبر

په انډونيزیا کې د سېلابونو او ځمکښوېدنې له امله د وژل شویو شمېر تر ۹۰۰ زیات شوی


مرستندویه کارکوونکو ته د مرستو په رسولو کې ستونزې دي.
مرستندویه کارکوونکو ته د مرستو په رسولو کې ستونزې دي.

په انډونیزیا کې د سېلابونو او ځمکښویدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۹۰۰ اوښتی دی.

رویټرز اژانس د ډېسېمبر پر اوومه د ځايي چارواکو له خولې لیکلي چې تر اوسه لږ تر لږه ۹۱۶ کسان وژل شوي او ۲۷۴ ورک دي.

اژانس زیاتوي چې مرستندویه ډلې ځپل شویو خلکو ته ډېر په ګرانه د څښلو پاکو اوبو او خوراکونو په رسولو بوخت دي.

د طوفاني بارانونو له کبله راغلیو سېلابونو د ملایزیا ترڅنګ په تایلينډ او ملایزیا کې هم شاوخوا ۲۰۰ کسان وژلي دي.

اژانس د ځايي فعالانو له خولې لیکلي چې د ځنګلونو وهل کېده د سېلاب د شدت او ډېر زیان رسولو سبب شوي دي.

د جنوب ختیزې اسیا په بېلابېلو هېوادونو کې په دې وروستیو څو اونیو کې سېلابونو سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې او زرګونه کسان یې بې کوره کړي دی.

XS
SM
MD
LG