د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا تاجران وايي، په اسلام اباد کې درول شوي کنټېنران دې ورکړل شي


د پي ټي ای د لانګ مارچ لپاره په اسلام اباد کې اېښودل شوې کنټېنرې، انځور له ارشیفه
د پي ټي ای د لانګ مارچ لپاره په اسلام اباد کې اېښودل شوې کنټېنرې، انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا تاجران د خپلو هغو کنټېنرو ژر واپسي غواړي چې د تحریک انصاف مشر عمران خان لخوا د اعلان شوي احتجاج د مخنیوي لپاره په اسلام اباد کې درول شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرو اتحادیې مشرانو د اکتوبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د دوی د کنټېنرو د استعمالېدو له امله دوی ته غټ مالي تاوان رسېدای شي نو ځکه دې ژر د هغوی د واپسۍ بندوبست وشي. خو حکومت وايي چې د اسلام اباد اوسېدونکو د خوندي ساتلو لپاره یې دغه ګامونه پورته کړې دي.

شا او خوا ۱۱۰۰ کنټينرې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د لانګ مارچ یا احتجاجي لاریون د مخنیوي په خاطر درولې دي چې د یو هغه کرایه یې ۱۵ لاکه جوړېږي
عبدالحمید ګرواړه

د خيبر پښتونخوا د سوداګرو د اتحاديې يو غړي عبدالحميد ګرواړه مشال راډیو ته وویل چې مرکزي حکومت د دوی شا او خوا ۱۱۰۰ کنټينرې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د لانګ مارچ یا احتجاجي لاریون د مخنیوي په خاطر درولې دي چې د یو هغه کرایه یې ۱۵ لاکه جوړېږي.

نوموړي وویل، دا ډکې کنټېنرې دي چې د یو کنټېنر کرايه لس لکه او پينځلس لکه روپۍ ده، نو دا پته نشته چې که دا دهرنا شروع شي نو تر کله به وي. موږ د يوې يا دوه اوونۍ وروسته دا واپس ورکوو

د خیبر پښتونخوا سوداګر وايي چې د صوبې تاجران وار له مخه اغیزمن شوي نو باید حکومت دې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي او مسله دې ورله حل کړي.

په عین حال کې کارپوهان وايي چې په هېواد کې روانو حالاتو ته په کتو داسې ګامونه اړین دي چې ورسره د ملک اقتصاد ښه شي، نه چې خراب شي.

په پېښور پوهنتون کې د اقتصادي زده کړو د څانګې استاد، پروفيسر ډاکټر زلاکت خان مشال راډيو ته وویل چې یوې خوا ته د هېواد اقتصادي حالت خراب دی او قرضې دي، نو بلخوا سېلابونو هم لوی تاوانونه اړولي دي.

پکار ده چې حکومت او د تحریک انصاف مشر عمران خان هم هغه لارې خپلې کړي چې د هېواد معیشت ورسره مضبوط شي.

ډاکټر زلاکت زیاته کړه، "حکومت به زیاتی کوي که دغه کنټېنرې یې ایسارې کړې وي او کرایه یې نه ورکوي. حکومت باید دغه پرېکړې ته بيا کتنه وکړي. د معاشي استحکام لپاره سياسي ثبات ډېر مهم دی نو که حالات هم داسې وي، زموږ اقتصاد نه په سمه لاره تلای شي او نه یې په راتلونکي کې داسې څه امکانات ښکاري

د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثنا الله د اکتوبر پر اوومه یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې د سرښار اسلام اباد او خپل ولس د محفوظ ساتلو لپاره دوی دا ډول اقدامات کړي دي.

ده وویل، " د کورنیو چارو محکمې يو موثره پلان جوړ کړی دی او د حکومت ټولو اتحادي ګوندنو یې منظوري هم ورکړيده، چې هر هغه کار دې وکړل شي چې اسلام اباد او د دې رياست سرښار محفوظه و ساتل شي

پخواني وزيراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان اعلان کړی دی چې د موجوده حکومت خلاف او له دوی "د ازادي ترلاسه کولو لپاره" به ډير ژر د اسلام اباد په لور د لانګ مارچ اعلان وکړي.

د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر ۱۰مه د عدم اعتماد تحریک له لارې له واکه تر لېرې کېدو وروسته عمران خان د حکومت خلاف جلسو ته دوام ورکړی او تر ټاکل شوی وخت مخکې د نویو انتخاباتو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG