د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت وفاق ته د پولیسو او اېف سي سرتېرو له ورکولو انکار کړی دی


د مې په وروستۍ اوونۍ کې د تحریک انصاف د پلویانو لاریون پر مهال په اسلام اباد کې د اخ و ډب پېښې شوې وې - د مې ۲۵مې انځور.
د مې په وروستۍ اوونۍ کې د تحریک انصاف د پلویانو لاریون پر مهال په اسلام اباد کې د اخ و ډب پېښې شوې وې - د مې ۲۵مې انځور.

د خیبر پښتونخوا حکومت وفاق ته د هغې صوبې د پولیسو او اېف سي ځواک د زرګونو سرتېرو ورکولو په اړه د اسلام اباد پولیسو غوښتنه رد کړې ده.

د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې امنیت لپاره زیاتو پولیسو ته اړتیا لري ځکه یې وفاق ته نه شي ورکولای.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې وویل، د اسلام اباد پولیسو د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتي ول چې د تحریک انصاف ګوند د احتجاجي لاریون پر مهال دې ورته ۴،۰۰۰ پولیسان او د اېف سي ځواک ۵،۰۰۰ سرتېري ورکړي.

تحریک انصاف ګوند ویلي دي چې تر وخت مخکې د عامو انتخاباتو اعلان ته د وفاقي اېتلافي حکومت مجبورولو لپاره د اسلام اباد پر لوري لاریون کوي.

هغه ګوند په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او سیف د سېپټېمبر پر ۲۴مه پر ټوېټر په بیان کې تور پورې کړ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله اسلام اباد ته د هغه ګوند د غړو او پلویانو د ورتګ مخنیوي لپاره پولیس کارول غواړي.

سیف زیاتوي چې د خیبر پښتونخوا حکومت پر خلکو د تشدد لپاره خپل پولیس نه شي ورکولای.

خو ډان ورځپاڼې د سرچینو په حواله وايي چې د اسلام اباد پولیسو ویلي چې سرتېري به د لاریون پر مهال یوازې اوښکې بهوونکی ګیس کارولای شي او په وسلو به سمبال نه وي.

د ۲۰۲۲ز کال د مې په وروستۍ اوونۍ کې د اسلام اباد پر لوري د تحریک انصاف د سیاستوالانو او پلویانو لاریون پر مهال په اسلام اباد کې د اخ و ډب پېښې شوې وې او وفاقي حکومت وايي، په پلازمېنه کې د عامه نظم ساتلو او تاوتریخوالي مخنیوي لپاره پولیس سرتېري ځای پر ځای کوي.

په پاکستان کې وفاقي حکومت وخت په وخت د امنیت ټینګښت او عامه نظم ساتلو لپاره له صوبو څخه پولیسان او له خیبر پښتونخوا څخه د اېف سي ځواک سرتېري غواړي او په تېره شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې د وسله والو بریدونو د مخنیوي لپاره هم اېف سي سرتېري تر کلونو پورې په پلازمېنه کې ځای پر ځای ول.

داراز، د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا ویلي دي چې انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې پر ټاکلي وخت کېږي او دا چې د تحریک انصاف ګوند فشار ته سر نه ټیټوي.

تحریک انصاف ګوند په اپرېل کې د وزیراعظمۍ له دندې څخه د عمران خان له ګوښه کېدو راهیسې احتجاجي غونډو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG