د لاسرسي ځای

تازه خبر

متقي: د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه منطقي نه ده


امیر خان متقي په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې له پاکستان سره سوداګري زیاته شوې - پخوانی انځور.
امیر خان متقي په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې له پاکستان سره سوداګري زیاته شوې - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له امریکا سره تماسونه (رابطې) لري او غواړي چې نه یوازې له هغه هېواد بلکې ټولې نړۍ سره اړیکې ښه کړي خو "د نړيوالو د همه شموله حکومت جوړولو غوښتنه منطقي" نه ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي د سېپټېمبر پر اوومه، په کابل کې د خپل وزارت د کارکردګۍ کلني راپور د وړاندې کولو پر وخت وويل چې له پاکستان سره یې سوداګري زیاته شوې ده. متقي په دې اړه نور تفصيل ور نه کړ خو زیاته یې کړه چې له پاکستان سره یې د پخواني افغان حکومت پرتله تعلقات ښه دي او غواړي د ویزو په برخه کې موجودې ستونزې ختمې شي.

متقي همداراز وویل چې له امريکایانو سره وخت پر وخت د ملاقاتونو له لارې اړيکې ټينګې ساتل غواړي. هغه وويل چې د امريکا په شمول د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښه تعلقات غواړي.

متقي وویل، د نړيوالو له خوا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنې لپاره د ټولګډونه حکومت جوړولو شرط، پر ځای نه دی.

نړیوالې ټولنې په بیا بیا پر طالبانو ټینګار کړی دی چې ټولشموله حکومت دې جوړ کړي او د ښځو په ګډون دې ټول بشري حقونه خوندي کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل، امريکا دې د افغانستان په فضايي حریم کې د ډرون الوتکو پروازونه بند کړي.

امريکا د اګست پر لومړۍ نېټه وويل چې د جولای پر ۳۱مه یې د کابل ښار په شيرپور سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده ترهګرې ډلې مشر ایمن الظواهري وژلی دی. امريکايي ولسمشر جو بايډن پر هغه ورځ امريکايي ولس ته په وینا کې طالبان له القاعدې ډلې سره پر اړیکو پاللو تورن کړل. خو طالبان دا نه مني. امير خان متقي په خپله خبري غونډه کې وويل چې د هغه بريد له ځايه کوم "مړی" نه دی تر لاسه شوی او لا یې هم په اړه پلټنې روانې دي.

متقي داراز وويل چې نړۍ ته ډاډ ورکوي چې هېچا ته له افغان خاورې ګواښ نه پېښېږي. دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر پينځمه په کابل کې د روسيې پر سفارت د داعش وسله والې ډلې په ځانمرګي بريد کې دوه روسي ډېپلوماتان او څلور افغانان ووژل شول.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونيو او په دې توګه یې جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ.

طالبانو له هغه وخت راهیسې یوشمېر سختدریځه اقدامات کړي دي. په دېپر ښځو د مخ پټول جبري کول، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل او پر رسنيو یولړ محدوديتونه شامل دي.

په نړۍ کې هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG