د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیدربار: طالبان دې د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي


یوه ماشومه په هرات کې د خپل ښوونځي مخته تیریږي
یوه ماشومه په هرات کې د خپل ښوونځي مخته تیریږي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (ايچ ار ډبليو) وايي طالبان دې په افغانستان کې د نجونو د تعليم په مخ کې پراته خنډونه ليري او ټول ښوونځي پرانيزي.

د دې سازمان د ښځو برخې مشرې هیدر بار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په‌کار ده لومړی طالبان په ټول هېواد کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د تعلیم امکان یقیني کړي. هغې د اکتوبر په ۱۶مه په کړې مرکه کې زیاته کړه چې که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، حکومت‌یې په رسمیت وپېژندل شي او له نړۍ سره مشارکت وکړي، نو د دې لپاره د نړۍ شرایط هم باید ومني.

هیدر بار: طالبان لا هم په سخت دریځ ولاړ دي
هیدر بار: طالبان لا هم په سخت دریځ ولاړ دي

د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه چې کله طالبانو کابل او ټول افغانستان نیولی، يوازې یې د نجونو ابتدايي تعليم ته اجازه ورکړې ده. د هيدر بار په وینا، ځینو اسلامي هېوادونو هم طالبانو ته د نجونو د تعلیم پر اهمیت خبرې کړي، خو طالبان لا هم پر خپل افراطي دریځ ټینګار کوي.

هغې زیاته کړه: "که څه هم د قطر او پاکستان په څېر هېوادونو ویلي چې د نجونو تعلیم مهم دی، خو طالبان‌یې نه‌مني او د نجونو پر تعلیم د محدودیت ترڅنګ‌یې د ښځو پر کار او ګرځېدو راګرځېدو هم محدودیت لګولی. دا ښه خبر دی چې د نجونو ځیني منځني ښوونځي بېرته پرانیستل شوي خو که دا په ټول هېواد کې پرانیستل شي، دا به یو مهم ګام وي، خو ځینې نورې برخې شته چې دوی د ښځو حقونه په ځانګړي ډول د کار او د ګرځېدو راګرځېدو په برخه کې تر پښو لاندې کوي."

هیدر بار وايي، فکر نه‌کوي چې طالبان دې د خپلې حکومتولۍ په بڼه کې بدلون راولي. د هغې په خبره د طالبانو ټول اقدامات له لومړیو ورځو داسې دي چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.

خو طالبان بیا ادعا کوي چې د نجونو د تعلیم د بیا پیل لپاره پر یوه طرزالعمل کار روان دی. د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد مشال راډیو ته وویل، ښځو ته په دفترونو کې د کار او نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم د اجازې لپاره دوی هڅې کوي: "ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د کار او تعلیم د حق ورکولو په باب ژمن یو. دا وقفه د دې لپاره ده چې دوی ته یو چوکاټ جوړ شي. جدي کار روان دی."

نوموړي شرعي چوکاټ واضحه نه کړ. په افغانستان کې د انجونو ښوونځي تر دې مخکې هم له هلکانو بېل او د ښځينه استادانو لخوا تدريسيدل. د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې نجونې له زده‌کړو او ښځې له کار کولو منع شوې وې. خو له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال اګست پورې انجونې ښوونځيو ته تللی او مېرمنو په دفترونو کې کار کولی شو.

XS
SM
MD
LG