د لاسرسي ځای

تازه خبر

بابر افتخار: د پاکستان پوځ له سیاست سره کار نه لري


بابر افتخار وویل پخوا یې هم په سیاست کې د پوځ د مداخلې تورونو په اړه ثبوت غوښتی وو، خو چا ور نه کړ - انځور له ارشیفه
بابر افتخار وویل پخوا یې هم په سیاست کې د پوځ د مداخلې تورونو په اړه ثبوت غوښتی وو، خو چا ور نه کړ - انځور له ارشیفه

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې پوځ له سیاست سره کار نه لري او په سیاست کې دې د پوځ د مداخلت په اړه بحثونه نه کېږي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر د مارچ پر ۱۰مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، "ما [پخوا] هم سپینه کړې وه چې د پوځ له سیاست سره هېڅ سروکار نه شته. همداسې ده، او همداسې به وي هم. نو زه یو ځل بیا غوښتنه کوم چې په دې اړه دې غیر ضروري بحثونه نه کېږي."

جنرال افتخار دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې پاکستان کې یو ځل بیا بحثونه پیل شوي چې دي چې پوځ په سیاسي چارو کې دخیل دی او داسې ګنګوسې دي چې د مخالفه ګوندونو له پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) سره پټې رابطې لري.

خو نوموړي وویل چې پخوا یې هم د دې دعوې ثبوت غوښتی وو چې "هېچا ور نه کړ."

جنرال افتخار په فبرورۍ کې هم له شخصي سما ټېلېوېژن سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې هېڅوک دې په سیاسي چارو کې پوځ نه دخیلوي او که څوک یې په سیاست کې د رول خبره کوي نو ثبوت دې وړاندې کړي.

که یو سیاسي ګوند کمزوریانې لري او پوځ ورسره ودرېږي، نو دا د ایین خلاف ورزي ده.
محمود جان بابر

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په پاکستان کې سیاسي هلې ځلې زیاتې شوې دي او پي ډي اېم او پیپلز ګوند د مارچ پر اتمه د قامي اسمبلۍ په دفتر کې پر وزیراعظم عمران خان د بې باورۍ تحریک دایر کړی دی چې له قانون سره سم، سپیکر به یې په اړه په ۱۴ ورځو کې دننه د اسمبلۍ غونډه وربولي.

تر بابر افتخار مخکې، د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر فواد چودري هم د مارچ پر ۱۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د هېواد له "ایین سره سم، پوځ له حکومت سره ملګری وي او که پوځ له حکومت سره نه وي، نو ظاهره ده چې دا به د ایین ضد وي. نو پوځ به پر اساسي قانون عمل کوي."

فواد چودري وویل، له ایین سره سم، پوځ د حکومت ملګری وي - انځور له ارشیفه.
فواد چودري وویل، له ایین سره سم، پوځ د حکومت ملګری وي - انځور له ارشیفه.

خو د پیپلز ګوند سیاستوال او سېنېټر بهره مند تنګی وايي، په دې کې شک نه شته چې پوځ به د حکومت مرسته کوي خو هغه کار به له ایین سره سم وي او د یو کس د ژغورنې لپاره به نه وي.

دی وايي، همدا لامل دی چې د پوځ د ویاند دا سپیناوی چې پوځ په سیاسي چارو کې کار نه لري، د "ستاینې" وړ خبره ده.

خبریال او شنونکی محمود جان بابر هم وايي چې په هره هغه برخه کې چې اساسي قانون یې اجازه ورکوي، هلته به پوځ له حکومت سره درېږي. "پوځ د دې پابند دی چې د ملک [هغه] دفاعي پالیسي ومني، خارجه پالیسي ومني او داخله پالیسي هم ومني چې حکومت جوړه کړې. خو که یو سیاسي ګوند کمزوریانې لري او پوځ ورسره ودرېږي، نو دا د ایین خلاف ورزي ده. په دې ملک کې به الېکشن کمېشن انتخابات کوي او هر ګوند به یې په خپل سیاسي [قوت] ګټي."

بابر دا څرګندونې د ۲۰۱۸ز کال د انتخاباتو په تناظر کې کړې دي چې پکې پر پوځ تور پورې شو چې له اوسني واکمن ګوند تحریک انصاف سره یې مرسته کړې وه. خو پوځ دا تور په بیا بیا رد کړی او د پاکستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن هم ویلي چې د هغه کال انتخابات پاک او راڼه ول.

د پاکستان پوځ له لسیزو راهیسې خورا پیاوړی بلل کېږي او له ۱۹۵۸ز کال راهیسې یې تر ۱۹۹۹ز کال پورې څلور ځلې حکومت ړنګ کړی او کلونه، کلونه واکمن پاتې شوی دی. په هغه هېواد کې پخوانی پوځي مشر جنرال پروېز مشرف وروستی پوځي واکمن وو چې په ۲۰۰۸ز کال کې یې ولسمشري پرېښوده او له هغه وخت راهیسې په هېواد کې د انتخاباتو له لارې حکومتونه جوړ شوي او خپله قانوني موده یې پوره کړې.

XS
SM
MD
LG