د لاسرسي ځای

تازه خبر

امير مقام: عمران خان دې احتجاجونو په ځای سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سياسي چارو سلاکار امير مقام: انځور له ارشيفه
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سياسي چارو سلاکار امير مقام: انځور له ارشيفه

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سياسي چارو سلاکار امير مقام وايي، په هېواد کې د سيلابونو له وجې ولس له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی خو پخواني وزیراعظم عمران خان جلسو ته مخه کړې او په دې حالاتو کې هم سياست کوي.

امير مقام د سېپټمبر پر دوېمه مشال راډيو ته وويل چې د وزيراعظم په حکم يې د خيبر پښتونخوا بېلا بېلو سيمو دوره کړې او په دغو سيمو کې یې له سيلابه وروسته د مرستو د کارونو جاج پیل کړی دی.

امير مقام وويل چې تحريک انصاف په خيبر پښتونخوا، پنجاب او ګلګت بلتستان کې په حکومت کې دی نو بايد د اسلام اباد بندولو پرځای د صوبې وسايل وکاروي او سيلاب ځپلو سره مرستي وکړي.

هغه وايي:

"دا د عمران خان عادت دی چې دروغ وايي، په دې حالاتو کې خلکو ته د مرستو ضرورت دی خو دا د افسوس خبره ده چې هغه په دې حالاتو کې هم سياست کوي."

امير مقام دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د سېپټمبر پر لومړۍ نيټه په سرګودها کې جلسي ته وينا کې پر حکومت کې شامل اېتلافي ګوندونو سختي نيوکې وکړي او ويې ويل چې کله هم وغواړې نو اسلام اباد بندولې شي.

عمران خان وويل:

"تاسو چې ما په ديوال پورې لګوئ نو زه به نور جنګ کومه. ما تر هغه حده پورې مه بوځئ چې زه هغه ټول کسان قام ته په ډاګه کړم چې هېواد يې مشکل حالت ته رسولی دی. زه له څلورو مياشتو راهيسي صبر کومه، زه خپل ملک لپاره له صبر کار اخلم. ټول قام ما سره ولاړ دی. په ګلګت بلتستان، خيبر پښتونخوا او پنجاب کې د تحريک انصاف حکومت دی نو زه چې کله هم وغواړم نو اسلام اباد بندولی شم."


پخواني وزيراعظم عمران خان د قامي اسمبلۍ نهو څوکو باندي ضمني انتخاباتو لپاره په پنجاب کې جلسو ته دوام ورکړی. تر دې مخکې وزيراعظم شهباز شريف، عمران خان ته بلنه ورکړې وه چې سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره دې په ګډه کار وکړي.

په پاکستان کې په دې وروستيو سيلابونو کې له ۱۲۰۰ زيات کسان مړه شوي او په خيبر پښتونخوا، بلوچستان او سيند کې په ډير زيات مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.

خيبر پښتونخوا کې سېلابونو څارويو ته سخت زيان رسولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:26 0:00

په پېښور کې د هم ټيلي ویژن بيورو چيف طارق وحيد د سېپټمبر پر دوېمه مشال راډيو ته وويل چې د خيبر پښتونخوا په ۱۱ ضلعو کې سيلابونو زيان رسولی چې پينځه ضلعو ته سخت تاوان اوښتی دی او په راتلونکو ورځو کې د ناورغيو خپرېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. خو طارق وحيد وايي، موجوده حالاتو ته د سياستوالانو رويه غيرسنجيده ده.

ده زياته کړه:

"د سياستوالانو مصروفياتو ته که وګورو نو ډير افسوس راځي چې خلک سيلاب ځپلي دي او دوی د يو بل پرضد تورونه لګولو ته دوام ورکړی. بايد ټول ګوندونه خپل نظرياتي اختلافات يوې غاړې ته کړي او په دي حالاتو کې کار وکړي."

طارق وحيد زياته کړه چې حکومت او مخالف ګوندونه پر يو بل تورونه لګوي او بايد په دي حالاتو کې سياستوالان په ګډه کار وکړي او سيلاب ځپلو سره مرستو لپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG