د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ له ټي وي چېنلونو د عمران خان د وینا نه خپرولو بندیز لرې کړ


عمران خان د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر ۱۰مه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک له لارې د وزیراعظم له چوکۍ لرې کړل شوی وو.
عمران خان د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر ۱۰مه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک له لارې د وزیراعظم له چوکۍ لرې کړل شوی وو.

اسلام اباد هایکورټ د پاکستان پر ټي وي چېنلونو هغه بندیز لرې کړی چې ګواکې د عمران خان ویناوې به نیغ په نیغه نه خپروي.

په اسلام اباد هایکورټ کې د اګست پر ۲۹مه په دې اړه د اورېدنې پر مهال چیف جسټس وویل چې په موجوده حالاتو کې د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان په ویناوو د بندیز کومه مناسبه وجه نه ښکاري.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان الیکټرانیکي میډیا د نظم ادارې د اګست په ۲۰ مه ناوخته د هېواد ټیلي ويژن چینلونو ته امر وکړ چې د عمران خان ویناوې به نیغ په نیغه نه نشروي.

په هم دې ورځ عمران خان په اسلام اباد کې یو جلسې ته وینا کړې وه چې پکې د پیمرا د وینا ترمخه بې بنیاده الزامونه لګول شوي وو او نفرت خوروونکې او خلک پاروونکې خبرې یې کړې وې.

خو عمران خان او تحریک انصاف دا تورونه بې ځایه بللي وو او د دې امر پرضد یې اسلام اباد هایکورټ ته رجوع کړې وه.

عمران خان د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر ۱۰مه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک له لارې د وزیراعظم له چوکۍ لرې کړل شوی وو.

نوموړي تر هغه وروسته د هېواد په بیلا بیلو سیمو کې جلسو او جلوسونو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG