د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي ضلعو انټرڼېټ به بحال شي؟


په اسلام اباد کې 'چای والا' ارشد خان د انټرنیټ له لارې پر ټولنیزو رسنیو ډېر نوم وموند.
په اسلام اباد کې 'چای والا' ارشد خان د انټرنیټ له لارې پر ټولنیزو رسنیو ډېر نوم وموند.

د اسلام اباد های کورټ به د روانې میاشتې پر۱۱مه نېټه په پخوانیو قبایلي سیمو کې د انټرنېټ نشتوالي په اړه مقدمه بیا اوري.

د اپرېل پر ۲۸مه د پاکستان کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي عدالت ته ویلي وو چې په قبایلي ضلعو کې انټرنېټ پرانستلو ته اماده دي خو د دغه سیمو له انټرنېټ سره نښلولو لپاره وخت پکار دی.

په دغه سیمو کې د انټرنېټ د نیشتوالي پرضد د قبایلي سیمو یو زده کوونکي سید محمد اسلام اباد های کورټ ته خواست کړی وو.

د هغه وکیل عبدالرحیم وزیر مې پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، د عدالت څرګند حکم باوجود چارواکي د انټرنېټ پرانستلو ته زړه نه ښه کوي.

نوموړی زیاته کړه، د کورنیو چارو وزارت عدالت ته ویلي چې دوی د انټرنېټ اسانتیاو لپاره وخت ته اړتیا لري خو په اصل کې ددغې لپاره بنیادي ډهانچه له مخکې جوړه ده او که حکومت وغواړي نو دومره وخت په کې نه لږي.

وزیر وویل، ګوري به چې حکومت د مې پر ۱۱مه عدالت ته په خپل لیکلي بیان کې د انټرنېټ د تړلو څه دلیل وړاندې کوي.

دا وخت په پاکستان کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د شویو اقداماتو په له کبله تعلیمي ادارې تړلې پرتې دي.

په ښاري سیمو کې د زده کوونکیو ته د انټرنېټ او ټیلي ایجوکیشن د لارې زده کړو بندوبست کېږي خو ولې په قبایلي ضلعو کې د انټرنېټ د نیشتوالي له کبله د زده کوونکیو ستونزې نورې هم پیچلې شوي دي.

په دغه اړه په پاکستان کې د تعلیم ودې د یوې ادارې "الف اعلان" پروګرام منیجر عمر ورکزي وايي، ستونزه داده چې په پاکستان کې د تعلیم ودې لپاره پوره مالي پنګې نه ایخودل کېږي او ډېرې سیمې داسې دي چېرته چې د بنیادي تعلیم اسانتیاوې هم نه دي ورکړل شوی.

نوموړی وايي چې حکومت د قبایلي ضلعو د پرمختګ ادعاوې کوي، نو د انټرنېت نه بغیر به دغه پرمختګ څنګه کېږي؟

په اسلام اباد کې د یونیورسل سروس فنډ په نوم د انټرنیټي خدمتونو د یوې ادارې چارواکې جنید حفیظ وايي، په خیبر ،ایف ار کوهاټ، مومندو او باجوړ کې يې د انټرنېټ لپاره اړین اسانتیاوې او تیکنیکي مرستې ورکړی دي او په دغه پروژو کار د پای په مرحله کې دی.

نوموړی زیاتوي په ځېنو سیمو کې د خراب امنیت له کبله کار نه دی بشپړ شوی، خو ودرېدلی هم نه دی.

د جنید حفیظ په وینا په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د انټرنېټ او ورسره تړلې ټیکنالوجۍ د اسانتیاو ورکولو لپاره په پروژه کار روان دی چې تر ۲۰۲۱ز کال به پای ته ورسي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت وایي، د انټرنېټ پرانستلو لپاره يې ټولې تیارۍ نیولې دي.

د ساینس او ټیکنالوجۍ لپاره د وزیر اعلا سلاکار ضیاء الله بنګش بېګاه مشال راډیو ته وویل چې دوی د عدالت حکم ته په انتظار دي.

د یادونې وړ ده چې په قبایلي ضلعو کې د ۲۰۱۶ز کال راهیسې انټرنېټ تړل شوی دی، امنیتي اداری وایي چې دغه اقدام یې د امنیتي اندېښنو له کبله پورته کړی.

له دی وړاندې وزیر اعظم عمران خان او د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا محمود خان هم په قبایلي ضلعو کې د انټرنېټ پرانستلو اعلانونه کړي خو عملي شوي نه دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG