د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ۷۵ کاله: وزیراعظم پر ټولو خواوو د "اقتصادي منشور" جوړولو ټینګار کړی


د ۲۰۲۲ز کال د اګست ۱۳مې او ۱۴مې شپې مهال په اسلام اباد کې بېلابېلې دولتي او شخصي ودانۍ سینګار شوې وې.
د ۲۰۲۲ز کال د اګست ۱۳مې او ۱۴مې شپې مهال په اسلام اباد کې بېلابېلې دولتي او شخصي ودانۍ سینګار شوې وې.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د هېواد پر ټولو سیاسي ګوندونو غږ کړی دی چې د اقتصاد سمولو لپاره دې پر یوه منشور سلا شي.

نوموړي د اګست پر ۱۳مه شپې مهال د پاکستان جوړېدو ورځې په مناسبت ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې له ټولو سیاسي خواوو وغوښتل چې د راتلونکو انتخاباتو نتیجو ته دې د فکر کولو پر ځای د راروانو نسلونو د راتلونکې لپاره "ګډ کار" وکړي.

ده وویل، پاکستان له "سختو" مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ دی چې د هوارولو لپاره یې د "ملي اجماع، د تګلارو دوام او سیاسي او اقتصادي ثبات" اړین دي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې پاکستانیان د اګست پر ۱۴مه د هېواد د جوړېدو ۷۵مه کلیزه لمانځي. پاکستان په ۱۹۴۷ز کال کې د هند نیمه وچې له وېش سره سم جوړ شو.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، ولسمشر عارف علوي د اګست پر ۱۴مه د هېواد د جوړېدو ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې له پاکستانه د "اسلامي فلاحي ریاست یا دولت" جوړولو لپاره پر اقداماتو ټینګار کړی دی.

راډیو زیاتوي، په پاکستان کې پر حکومتي او ولسي کچ د ازادۍ ورځې لمانځلو لپاره بېلابېلې غونډې جوړېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG