د لاسرسي ځای

تازه خبر

د "يومسيد" پرلتوالو اسلام اباد ته د احتجاج غځولو ګواښ کړی


د یو مسيد احتجاج

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ مخې ته د جنوبي وزیرستان د يو مسید احتجاجي پرلت په څلورمه ورځ هم دوام لري.

د احتجاجي پرلت مشرانو د اپرېل په دولسمه مشال رېډيو سره په خبرو کې ويلي چې د روژې او اختر باوجود به تر خپلو غوښتنو پوره کيدو احتجاج روان ساتي او د غوښتنو نه پوره کيدو په صورت کې یې دا احتجاجي پرلت اسلام اباد ته د وړلو ګواښ هم کړی دی.

د "یو مسید" په نوم د جنوبي وزیرستان خلکو خپل احتجاج له ټانک څخه پېښور ته منتقل کړی او د اپرېل له نهمې د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ مخې ته يط دا احتجاجي پرلت وهلی دی.

د جنوبي وزیر ستان دا احتجاجیان د راه نجات په نوم د پوځي عملیاتو پر مهال د خپلو ورانو شوو کورونو، مارکېټونو، او جوماتونو بیا ودانۍ لپاره د حکومتي تګلارې سره سم تاوانونه غواړي. دوی وايي تر دا مهال دا معاوضه یوازې ۴۰۰۰ کورونو ته ورکړل شوي خو ۶۵۰۰ کورونو ته هغه پيسې نه دې ورکړل شوي.

دوی غوښتنه کوي چې پاتې خلکو ته دې دا معاوضه ورکړل شي. د یو مسید په نوم پېښور ته د دغه احتجاجي پرلت د راوړلو په غبرګون کې حکومتي چارواکو تر دې دمه څه نه دې ویلي.

تر دې وړاندې په ټانک کې د جنوبي وزیرستان د ضلعي انتظامیې چارواکو دوی ته ویلي ول چې د جنوبي وزیرستان په ځینو سیمو کې یې بیا له سره د ورانو شویو کورونو سروې پيل کړې ده او د دې سروې مکمل کيدو نه پس به دا معاوضه ورکوي.

په پېښور کې د مسیدو احتجاجي پرلت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

XS
SM
MD
LG