د لاسرسي ځای

تازه خبر

"لشکر جنګوي العالمي" وسله واله ډله څنګه جوړه شوه؟


د لشکر جنګوي وژل شوی مشر ملک اسحاق او د هغه زوی ملک عثمان
د لشکر جنګوي وژل شوی مشر ملک اسحاق او د هغه زوی ملک عثمان

پراګ: د پاکستان حکومت په دا وروستيو کې د لشکر جنګوي العالمي په نامه نوې راټوکېدلې وسله واله ډله د هغو ۶۳ ډلو په ليسټ کې شامله کړه چې لاقانونه ګرځول شوي دي. دې ډلې په دا وروستيو کې د پاکستان په بلوچستان او سند صوبو کې يو شمېر خونړي بريدونه وکړل چې سلګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړول.

لشکر جنګوي العالمي له سني سختدريځې ډلې لشکر جنګوي څخه بېله شوې ډله ده چې د داعش پر لار روانه ده

دا چې دا ډله څنګه رامنځ ته شوه او څه هدف لري؟ ليکواله او څېړونکې ډاکټر عايشه صديقه وايي چې لشکر جنګوي العالمي له سني سختدريځې ډلې لشکر جنګوي څخه بېله شوې يوه وسله واله ډله ده چې د داعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې پر لار روانه ده.

د نوموړې په وينا پاکستاني رياست دا هغه خلک ګڼي چې نه يوازې له نورو وسله والو ډلو څخه ورغلي بلکې له لشکر جنګوي ډلې څخه هم ورغلي. ډاکټر عايشه زياتوي، لشکر جنګوي په پاکستان کې ده او له پاکستاني رياست سره همکاري هم کوي خو نوموړې زياتوي چې په لشکر جنګوي العالمي کې د لشکر جنګوي هغه خلک شامل دي چې جنګېدل غواړي او رياست بدلول غواړي لکه اسلامي دولت وسله واله ډله يا داعش.

په پاکستان کې خبريال او شنونکی اوېس توحيد هم ورته نظر لري او وايي چې کله يونيم کال وړاندې د لشکر جنګوي ډلې د بلوچستان مشر سېف الله کُرد ووژل شو نو د مشرتابه پر سر جنجال رامنځ ته شو چې بيا وروسته د دې ډلې ځينو وسله والو د لشکر جنګ العالمي په نامه نوې ډله جوړه کړه. د نوموړي په وينا، په دې ډله کې د تحريک طالبان پاکستان، القاعده او داعش وسله وال هم ورګډ شول.

دې ډله کې د تحريک طالبان پاکستان، القاعده او داعش وسله وال هم ورګډ شوي

​اوېس توحيد زياتوي چې اوسمهال تر څه حده د دې ډلې سرپرستي د تحريک طالبان پاکستان يو مشر عمر خالد خراساني او په افغانستان کې د داعش په نامه مېشت وسله وال کوي. د نوموړي په وينا د لشکر جنګوي العالمي په شان له لويو ډلو بېلې شوې ډلې ځکه ډيرې خطرناکه وي چې مرکز يا موقعيت يې نه وي معلوم.

لشکر جنګوي يوه سني سختدريځه ډله ده چې په ۱۹۹۶م کال کې له سپاه صحابه څخه بېله او د رياض بسرا په مشرۍ جوړه شوه. سپاه صحابه هم سني سختدريځه ډله وه چې په ۱۹۸۵م کال کې د ايران [د ۱۹۷۹م کال] د اسلامي انقلاب پر ضد جوړه شوه. حق نواز جنګوي د سپاه صحابه باني و او لشکر جنګوي د همهغه په نامه جوړه شوه. د دې ډلې لومړی مرکز د پنجاب صوبې په جنګ ضلعې کې جوړ کړل شو او زياتره غړي يې د همدغې ضلعې ول.

په پاکستان کې د لشکر جنګوي او القاعده نيول شوي غړي
په پاکستان کې د لشکر جنګوي او القاعده نيول شوي غړي

په دا وروستيو کې لشکر جنګوي العالمي ډلې بلوچستان صوبه تر ټولو زياته وځپل چې پر شیعه ګانو سر بېره يې پر وکيلانو، پوليسو او زيارت کوونکو لوی بريدونه وکړل او سلګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړول. د بلوچستان د حکومت وياند انوارالحق کاکړ هم دا ډله له لشکر جنګوي څخه بېله شوې ډله ګڼي او وايي چې دا ډله په بلوچستان کې له ځايي خلکو، بلوڅانو او پښتنو سره اړيکې او خپل خلک لري.

د لشکر جنګوي العالمي وسله وال شام ته هم د جګړې لپاره تللي دي

په دا وروستيو کې د لشکر جنګوي العالمي په اړه ځينې راپورونه خپاره شول چې د دې ډلې وسله وال د اسلامي دولت وسله والې ډلې په ملاتړ سوريې [شام] ته هم تللي او د بشارالاسد رژيم په ضد جنګېدلي دي. بلخوا په ځينو خپرو شوو راپورونو کې داسې ادعاوې هم شوي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ځينې کړۍ د لشکر جنګوي العالمي وسله والې ډلې ملاتړ کوي خو انوارالحق کاکړ دا راپورونه بې اساسه ګڼي او وايي چې ټولې قانون پلي کوونکې ادارې د دې ډلې په کوټلو پسې لګېدلې دي.

خو اوېس توحيد وايي چې د وسله وال ياغيتوب د کوټلو لپاره دې هغه مفکوره له منځه يووړل شي چې دې ته لاره هواروي. د نوموړي په وينا تر څو د پاکستان ټولې ادارې پر يوه پاڼه نه وي راغلي، د سختدريځۍ او وسله ول ياغيتوب مخه نيول ګران کار دی.

XS
SM
MD
LG