د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک طالبان پاکستان جوړښت او فعالیتونه


سرچینه: نیویارک ټایمز
ژباړه: هارون باچا


په امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز کې يوه ليکنه خپره شوې، چې په کې د تحريک طالبان پاکستان د جوړېدنې او د دې ډلې د ترهګرعملياتو لنډ جاج اخيستل شوی دی.


ورځپاڼه ليکي، د پاکستانيو وسله والو لږ تر لږه ۳۰ ډلې په تحريک طالبان پاکستان کې شاملې دي، چې ټولې د افغانستان له پولې سره په لګېدلې د پاکستان په قبايلي سيمه کې ځای پر ځای دي.

ورځپاڼه کاږي، د تحريک طالبان پاکستان په نوم وسله واله ډله، چې بنسټ يې په ۲۰۰۷ م کال کې يو پښتون جنګي قومندان بيت الله مسود اېښودی وو، مشرتابه يې زياتره وخت په شمالي او جنوبي وزيرستانونو کې دېره وي.

ورځپاڼه زياتوي، کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امريکايانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ړنګ کړ، له دوئ څخه ډېری يې د پاکستان قبايلي سيمو ته وتښتېدل. پاکستانيو طالبانو افغان طالبانو او د القاعده غړو ته په دغو سيمو کې پټن ځايونه او د جګړې جاري ساتلو له پاره ضروري اسانتياوي برابر کړل.

افغان طالبانو او د القاعده غړو د پاکستان قبايلي سيمو ته سخت دريځی سوچ وروړ او پاکستاني طالبان يې وهڅول چې دغه مفکوره د هېواد نورو غرنيو او ښاري سيمو ته ورسوي.

پآکستانيو طالبانو د پاکستاني پوځ پر ضد د جنګ اعلان وکړ او د دې هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې يې نظامي او غير نظامي ځايونه په نښه کړل.

دې ډلې د پاکستان حکومت په ترهګرۍ خلاف جنګ کې د امريکا د مرستې له پاره تورن کړ ا و يې ويل چې پر مدرسو د کړيو حملو او بې ګناه وګړيو د وژلو بدل به ترې اخلي.

ورځپاڼه کاږي، تحريک طالبان پاکستان د دې هېواد له حکومت سره د سولې لوظنامې هم وکړې، خو کارګرې ثابت نه شوې.

ورځپاڼه زياتوي، د امريکا حکومت د ۲۰۱۰ م کال په سيپټمبر کې ياده ډله د يوې نړيوالې ترهګرې ډلې په توګه ونوموله او د دې د مشر حکيم الله مسود په اړه د مالوماتو ورکونکي تن ته يې د ۵ ميلينه ډالرو انعام ورکولو اعلان وکړ.

ورځپاڼه وايي، د بيت الله مسود په مشرۍ پاکستانيو طالبانو او ملګرو وسله والو يې د پاکستان په ښارونو کې د بمي چاودنو يوه لړۍ پيل کړه. دوئ دغه راز د پاکستاني پوځ او د دې هېواد د استخباراتي ادارو اهداف په نښه کړل.

د بيت الله مسود په اړه ويل کيږي چې په ۲۰۰۷ م کال کې د پاکستان پر پخوانۍ وزيراعظمې بی نظير بټو شوی ځانمرګی بريد هم د نوموړي په امر شوی وو.

د نيويارک ټايمز په خبره، د حکيم الله مسود تر مشرۍ لاندې د پاکستانيو طالبانو دغې ډلې بيا له القاعده سره نيږدې اړيکې درلودې.

نوموړي په ۲۰۰۹ م کال کې د افغانستان په خوست کې د امريکايي ځواکونو پر يوه کيمپ شوې حمله کې، چې د امريکا د استخباراتي ادارې اووه تنه کارکوونکې په کې وژل شوي ول، لاس لرل تاييد کړي ول.

دغه راز د فيصل شهزاد په نوم يو پاکستاني نژاده امريکايي يې تربيه کړی وو چې د نيويارک ښار په ټايم سکواير څلورلاري کې موټر بمي چاودنه وکړي.

سږ کال پاکستانيو طالبانو په سوات کې د تعليم پر مبارزې ملاله يوسفزۍ بريد وکړ او هغه يې سخته ټپي کړه. نوموړې دا مهال له خپلې کورنۍ سره يو ځای، په بريتانيا کې ژوند کوي او د طالبانو له ويرې خپل وطن ته بيرته نه شي تللای.
XS
SM
MD
LG