د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشرف د لال جومات په کېس کې ونیول شو


د پنځو کلونو له خود ساخته جلا وطنۍ پس مشرف د روان کال په مارچ مياشت کې پاکستان ته ستون شو چې وروسته په يو شمېر کيسونو کې راګېر دی.


وال سټريټ ژورنال ليکي، د زيارت پر ورځ د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف د لال مسجد په کيس کې ونیول شو، تر دې څو شېبې وړاندې نوموړي ته په دريو نورو کيسونو کې ضمانت ورکړل شوی وو.


د پنځو کلونو له خود ساخته جلا وطنۍ پس مشرف د روان کال په مارچ مياشت کې پاکستان ته ستون شو چې وروسته په يو شمېر کيسونو کې راګېر دی.

د پرويز مشرف لپاره د هغه کور سب جيل ګرځول شوی او دارنګ د پخوانۍ وزيرعظمې بي نظير بهټو په قتل کيس کې د ضمانت د منظورۍ وروستو له خوشې کېدو پس نوموړی يو وار بيا په اسلام اباد کې د لال مسجد پر ضد د پوځي اپريشن په کولو نيول شوی .

په ۲۰۰۷ م کال کې د لال مسجد په هغه عملياتو کې شا و خوا ۱۰۰ کسان وژل شوي ول.

د چارواکو له مخه پر مشرف مقدمو د پوځي او منتخب ولسي چارواکو ترمنځ پټه ترنګلتيا رامنځ ته کړی.

د مشرف وکيل الياس صديقي وايي که څه هم مشرف نيول شوی خو دوی به يې په دې لړ کې هم په ضمانت خوشي کړي.

د اسلام اباد لال مسجد ځینو دريځو په خپل کنټرول کې اخیستي وو او په دې لټه کې ول چې دغه سيمه خپلواکه وګرځي او دارنګ د خپلې خوښې اسلامي نظام له لارې يي وچلوي.

په ۲۰۰۷ م کال کې د مشرف په مشرۍ حکومت پوځ ته حکم ورکړو چې د لال مسجد خلاف اپريشن وکړي او هم له دې پيښې سره په پاکستان کې اسلامي ياغيتوب راپورته شو او تحريک طالبان پاکستان ډله په وجود کې راغله.

د مشرف خلاف کيس د لال مسجد يو ملا چې په اپريشن کې وژل شوی وو ، زوي داير کړی.

د پرويز مشرف وياند محمد امجد وايي د نورو پوځي عملياتو په څير د لال مسجد اپريشن هم د حکومت پر احکاماتو شوی وو او دارنګ عدالت په دی کې مداخله نه شي کولای. د ده په خبره د دی زمه واري په مشرف نه راځي.

له دی وړاندی پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف ته په ۲۰۰۶ م کال کې د بلوڅ ملتپالي مشر اکبر بوګټي په قتل، د بې نظير بوټو وژنې سر د تړاؤ او په ۲۰۰۷ م کال کې د ججانو په حبس بېجا کې د ساتلو په تور کيسونو کې ضمانت ورکړل شوی دی.
د شورو په ورځ د مشرف وکيلانو پر دی لور اشاره ورکړی وه چې نوموړی ډير زر له هېواده بهر ته د تلو پلان لری.

له دې پرته ممکن ده چې مشرف په ۲۰۰۷ م کال کې د ايين د معطل کولو له کبله د غدارۍ له کيس سره هم مخامخ شي.

د مسلم ليګ (ن) يو وياند وايي دوي ژمن دي چې د مشرف خلاف به د غدارۍ مقدمه چلوي.
XS
SM
MD
LG