د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په افغانستان کې وروستي بریدونه وغندل


د پاکستان بهرنېو چارو وزارت د افغانستان په خوست او کابل کې وروستي بریدونه په کلکه وغانده او خواشیني یې وښودله.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وینا وه پاکستان له لومړۍ ورځې دریځ لري چې په افغانستان کې امن د خبرو اترو له لارې ممکن دی او پاکستان په خوست او کابل کې وروستي بریدونه په کلکه غندي چې پکې بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي ول.

د ذکر ده چې پاکستان ملګرو ملتونو ته خواست کړې چې د ناقانونه ګرځول شوي تنظيم جماعت الاحرار مشر عمر خالد خراساني نوم دې هم په ترهګرۍ لسټ کې شامل کړي خو د ملګري ملتونو لخوا داسې و نه کړل شو.

په دې اړه د یوې پوښتنې په جواب کې ډاکټر فېصل وويل:

"موږ له دې خبر یو چې د ملګري ملتونو بندیزونه لګونکې کمیټې د پاکستان هغه خواست چې د جماعت الاحرار تنظيم مشر عمر خالد خراساني نوم دې په ترهګرۍ لسټ کې شامل کړي, ځکه منظور نه کړل چې د یو ملک لخوا يې مخالفت وکړل شو."

نوموړي وویل، په جماعت الاحرار تنظيم خو بندېز لګېدلی دی نو پکار ده چې په مشر يې هم بندېز ولګول شي خو د دوی دا ګام يې نه صرف دوه مخيزه پالېسي په ګوته کوي بلکې هغه پاکستانيان چې ترهګرۍ پرضد جنګ کې قربانيانې ورکړي له هغوی هم دوی لاتعلقي ظاهره کړه.

په خبري غونډه کې له ډاکټر فېصل پوښتنه وشوه چې امريکا حکومت د ۱۱مې راهیسې د پاکستاني سفارتکارانو تګ راتګ محدودولو په اړه په خپله فیصله ولاړ دی او که نه؟

په جواب کې نوموړی وويل،د ۱۱مې په اړه چې څومره زما معلومات دي نو امريکا کې به د پاکستاني سفارتکارانو په تګ راتګ بنديزونه لګول کېږي ځکه چې امريکا خپله فیصله پر ځای ساتلې ده خو دې لړ کې ورسره د پاکستان حکومت خبرې اترې روانې دي.

د یادونې ده چې واشنګټن په امریکا د پاکستاني سفارتکارانو تګ راتګ د می له لومړۍ نېټې راهیسې محدودول غوښتل خو د دواړو ملکونو په اعلا کچه د چارواکو ترمنځه د مذاکراتو وروسته دا مهلت تر ۱۱مې غځول شوی وو.

XS
SM
MD
LG