د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا بلدياتي انتخابات: د رايو شمېرنه روانه ده


د خیبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه شويو بلدياتي انتخاباتو ته څه باندې ۲۸ زره نوماندان ولاړ ول.
د خیبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه شويو بلدياتي انتخاباتو ته څه باندې ۲۸ زره نوماندان ولاړ ول.

د خیبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې د مارچ پر ۳۱مه د بلدياتي انتخاباتو په دويم پړاو کې ټاکنې تر سره کېږي چې اوس پکې د اچول شويو رايو شمېرنه روانه ده.

د رايو اچولو بهير له ځايي وخت سره سم د سهار پر اته بجې پیل شو او د مازيګر تر پينځو بجو پورې يې دوام وکړ.

انتخاباتي کمېشن په خيبرپښتونخوا کې په دوو مرحلو کې بلدیاتې انتخابات اعلان کړې ول چې په لومړي پړاو کې د صوبې په ۱۷ ضلعو لکه پېښور، بونير، صوابۍ، نوښار، کوهاټ، ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، ټانک، هري پور، چارسده، هنګو، لکي مروت او درو قبايلي ضلعو مومندو، باجوړ او خيبر کې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه انتخابات ترسره شوي ول.

د بلدياتي انتخاباتو دويم پړاو

د روان ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه د بلدیاتي انتخاباتو په دويم پړاو کې د خيبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو لکه شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، کورمه، اورکزي، بر دیر، کوز دیر، سوات، شانګله، ملاکنډ، ايبټ اباد، مانسهره، بټګرام، تورغر، بر چترال، کوز چترال، بر کوهستان، کوز کوهستان او کولايي پالس کې ټاکنې وشوې.

په دې ضلعو کې ۶۵ تحصيلونه دي او د يونين کونسلو شمېر ۱،۸۳۰ دی. بلخوا په دغو بلدیاتي انتخاباتو کې تر ۲۸ زره زیات نوماندان د بېلابېلو څوکیو لپاره ولاړ ول.

پر دې سربېره، تر ۸۰ لکه زیات کسان د ووټ ورکولو وړ ګرځول شوي ول چې څه باندې ۴۴ لکه او ۸۹ زره يې نارینه او څه باندې ۳۵ لکه ۶۷ زره يې ښځې وې.

د خيبر پښتونخوا په سوات کې د ښځو لپاره ځانګړي شوي رايې اچولو مرکز کې ښځې ووټونه اچوي. (د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۳۱مه)
د خيبر پښتونخوا په سوات کې د ښځو لپاره ځانګړي شوي رايې اچولو مرکز کې ښځې ووټونه اچوي. (د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۳۱مه)

د خیبر پښتونخوا د الیکشن کمېشن ویاند سهیل احمد د مارچ پر ۳۰مه مشال راډيو ته ويلي وو چې د رايو اچولو لپاره يې څه د پاسه ۶۰۰۰ پولینګ مرکزونه جوړ کړي چې په دې کې يې څه باندې ۱۶۰۰ ډېر زیات حساس ګرځولي ول او هلته يې د عامو هغو پرتله زیات امنیتي اهلکاران ګومارلي ول.

قبايلي ضلعو کې بلدياتي انتخابات

د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې دا لومړی ځل دی چې بلدياتي انتخابات کېږي. د پخوانۍ فاټا اووه سيمي د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې د ۲۵م اييني بدلون له منظورۍ وروسته په خيبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شوې. تر هغه وروسته د ۲۰۱۹ز کال په جولای مياشت کې په لومړي وار په دغو قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات وشول.

د خيبر پښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې ځايي خلک د رايو اچولو مرکز بهر ولاړ دي. (د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۳۱مه)
د خيبر پښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې ځايي خلک د رايو اچولو مرکز بهر ولاړ دي. (د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۳۱مه)

له دغو اوو قبايلي ضلعو څخه درې ضلعې (خيبر، مومند او باجوړ) د بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې شاملې وې چې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه ټاکنې پکې وشوې. په پاتې څلورو ضلعو (شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، کورمه او اورکزو) کې بيا د بلدياتي انتخاباتو په دويم پړاو کې ټاکنې کېږي چې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه وشوې.

پاکستان کې د مقامي حکومتونو تاريخ

په پاکستان کې په اول ځل د مقامي يا بلدياتي حکومتونو نظام په ۱۹۵۹ز کال کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرال محمد ايوب خان وړاندې کړی وو. په هغه وخت کې یې دې ته د "بېسيک ډېموکرېسي ارډيننس" يا د بنيادي جمهوريت فرمان نوم ورکړی وو.

په دويم ځل د مقامي حکومتونو نظام له ۱۹۷۷ز کال څخه تر ۱۹۸۸ز کال پورې جوړ شوی وو. په دې موده کې يو بل پوځي واکمن جنرال محمد ضياوالحق په واک کې وو. تر هغه وروسته په ۲۰۰۱ز کال کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرال پرويز مشرف د مقامي حکومتونو جوړولو فرمان منظور کړ او په ټول هېواد کې يې بلدياتي انتخابات وکړل.

تر دې وروسته په ۲۰۰۸ز کال کې د هغه وخت ولسمشر اصف علي زرداري صوبو ته دا اختيارات ورکړل چې بلدياتي انتخابات تر سره کړي. وروسته د بلوچستان اسمبلۍ په ۲۰۱۰ز او خيبر پښتونخوا، پنجاب او سېند صوبو په ۲۰۱۳ز کال کې د مقامي حکومتونو جوړولو لپاره د قانون منظوري ورکړه.

په خيبر پښتونخوا کې په وروستي ځل بلدياتي انتخابات د ۲۰۱۵ز کال په مې مياشت کې شوي ول او د ۲۰۱۹ز کال په اګست مياشت کې بلدياتي ادارو خپله موده پوره کړې وه او د قانون له مخې نوې انتخابات بايد په ۱۲۰ ورځو کې دننه شوي وای خو صوبايي حکومت یې د ځنډ لامل په انتخاباتي قوانینو کې بدلون او وروسته کورونا وبا ښودلې وه.

XS
SM
MD
LG