د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو امنیت شورا پر افغانستان بحث کړی


د یوناما چارواکي وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خورا خراب دی - پخوانی انځور.
د یوناما چارواکي وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خورا خراب دی - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپله غونډه کې د افغانستان د وروستۍ مرګونې زلزلې په ګډون د هغه هېواد پر حالاتو خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) استازي د جون ۲۳مې په غونډه کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څرګندونې وکړې.

په افغانستان کې د یوناما سرپرست او د ملګرو ملتونو د عمومي سېکرټر د مرستیال ځانګړی استازی رامز الاکبروف وايي، په افغانستان کې د "بشري حقونو وضعیت څپڅپانده" دی. دا خبره نوموړي له کابله د ویډیو کانفرانس له لارې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل رپورټ کې کړې ده.

الاکبروف وویل، "د طالب چارواکو له عمومي عفوې او بیا بیا ډاډ ورکولو سره سره، یوناما په تکرار د پخواني حکومت د غړو خلاف د بد چلند، وژنو او سرغړونو په اړه باوري ادعاوې ترلاسه کوي."

هغه وویل، یوناما همداراز د طالبانو له لوري د هغو کسانو پرضد هم د سرغړونو باوري ادعاوې ترلاسه کړې دي چې له وسله والو مخالفانو او د داعش له خراسان څانګې سره د اړیکو په لرلو تورن شوي.

الاکبروف وویل، باید داسې اقدامات وشي چې د دې سرغړونو مخه ونیول شي او له عاملانو څخه یې پوښتنې وشي.

د طالبانو حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه‌ دي ویلي خو پخوا یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي او وايي، هېڅوک نه ځوروي.

د یوناما مرستیال او سرپرست دا هم وویل چې طالبانو د سوله ییزو غونډو، د بیان ازادۍ او مدني ټولنې په څېر د خلکو پر اساسي حقونو محدودیتونه زیات کړي دي.

د ده په وینا، دې ډول محدودیتونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه په نښه کړي او په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند کې یې د هغوی ګډون محدود کړی دی.


له بلې خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا استازې لېنډا تامس ګرېنفېلډ هم هغو محدودیتونو ته اشاره وکړه. "که طالبان غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکې عادي شي، له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژونده د ښځو د محرومولو په برخه کې دې محدودیتونه سمدستي لیرې کړي."

ګرېنفېلډ وویل چې د دوی غوښتنې د ملګرو ملتونو د نظام پر اساس ولاړې او ساده دي. "باید ټول افغانان خبرې وکړای شي، خپل نظر بیان او بې ډاره زده کړه وکړای شي."

د یوشمېر نورو هېوادونو استازو هم د امنیت شورا په غونډه کې د هغو محدودیتونو یادونې وکړې چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګولي دي.

خو طالبان وايي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم بحالۍ لپاره یې یوه کمېسیون کار ته دوام ورکړی او همداراز، دریځ لري چې د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي، خو دا چوکاټ یې نه دی تشریح کړی.

XS
SM
MD
LG