د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيګار: غني له افغانستانه د وتلو پر مهال میلیونونه ډالر نه دي وړي


د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني ــ انځور له ارشيفه
د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني ــ انځور له ارشيفه

د افغانستان د بیارغونې د کارونو د څار امريکايي دفتر (سيګار) په خپل نوي راپور کې ویلي، هغه ادعاوې سمې نه دي چې مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه د وتلو پر مهال له ځان سره میلیونونه ډالر وړي دي.

سيګار د امريکا د کانګریس جګپوړو ډ‌یموکراټانو او جمهوري غوښتونکو غړيو ته په استولي راپور کې لیکلي، په هغو ادعاوو کې مبالغه شوې چې وایي مخکيني افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کابل څخه د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ میلیونه امریکایي ډالر وړي دي.

سیګار ویلي، په هغو هېلیکاپټرو کې، چې محمد اشرف غني، مېرمن یې او نور جګپوړي چارواکي ورسره ول، ښايي پينځه لکه امریکایي ډالر وړل شوي وي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه له افغانستانه د غني تر وتلو وروسته په کابل کې د روسیې سفارت له رسنیو سره خبرو کې تور پورې کړ چې نوموړي او لوړ پوړو سلاکارانو یې په موټرونو او هېلیکاپټرو کې نېږدې ۱۶۹ میلیون ډالر له ځان سره وړي دي.

خو سیګار زیاتوي، دا هېلیکاپټرې له دې امله چې ښاغلی غني یې لېږداوه، مرمۍ ضد شوې وې او ان د ۵۴ تنو لېږد ورته ستونزمن شوی و، نو که دومره ډېر ډالر د سلو نوټونه هم وي، وزن یې تر دوه ټنو ډېرېږي او په څلورو هېلیکاپټرو کې يې لېږد امکان نه لري.

تر دې وړاندې سيګار په خپلو لومړنیو څېړنو کې دا موندلې وه چې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د افغانستان له بېلابېلو ادارو لسګونه میلیونه ډالر ورک شوي او تر اوسه یې هېڅ درک نه دی معلوم.

د افغانستان پر مخکيني ولسمشر د پیسو د لېږد تر ادعا وروسته، هغه په یوه ویډیويي پیغام کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې دا تور وڅېړي او دی حاضر دی چې په دې برخه کې هر ډول همکاري وکړي، خو غني د سیګار د نوي راپور په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

سیګار لیکي، پر اشرف غني د فساد د تور خبره، په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر هم کړې وه، خو دا اداره زیاتوي چې ښاغلي اغبر له تحقیق کوونکو سره له خبرو کولو ډډه کړې او د خپلې ادعا لپاره یې هېڅ شواهد هم نه‌دي وړاندې کړي.

د سيګار په راپور کې دا هم لیکل شوي، چې نېږدې پينځه میلیون ډالر په ارګ پاتې و او د ولسمشر له دفتر څخه د هېلیکاپټرو تر پورته کېدو وروسته، امکان شته چې د ارګ کارکوونکو سره وېشلي وي.

تر دې وړاندې د طالبانو د سرپرست حکومت د کانونو او پېټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور او وروسته یې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند هم له افغانستانه د پیسو د لېږد خبره کړې وه، خو طالبانو د سیګار د دغه وروستي راپور په اړه زموږ پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

بلخوا د افغانستان د امنيت شورا پخواني سلاکار حمد الله محب هم په دا وروستيو کې له بي بي سي سره د يوې مرکې پر مهال د مليونونو ډالرو د وړلو ادعا رد کړې وه، خو دا يې منلي وه چې له کابله د وتلو پر مهال په هېلکاپټرو کې دوی له ځان سره يوازې څلور لکه امريکايي ډالره يووړل.

که څه هم د افغانستان مخکيني حکومت ادعا کوله چې له اداري فساد سره یې سخته مبارزه کړې ده، خو په اداري فساد د ککړو هېوادونو د درجه بندۍ په لومړيو هېوادونو کې و.

اوس طالبان هم ورته ادعا کوي او وايي چې له افغانستانه یې د اداري فساد ټغر ټول کړی، خو لا هم د طالبانو په واکمنۍ کې د فساد په اړه کوم معتبر راپور نه‌دی خپور شوی.

یوه اندېښنه دا هم ده، چې طالبان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې لازمه همکاري نه کوي او له همدې امله شاید ډېر مهم موضوعات روښانه نه‌شي.

XS
SM
MD
LG