د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم: درې ماشومان تر بار وړونکي ټرېلر لاندې شوي، دوه مړه او يو ژوبل


د تورخم دروازې دواړو خواوو ته هره ورځ سلګونه ماشومان خواري مزدوري کوي. انځور له ارشيفه
د تورخم دروازې دواړو خواوو ته هره ورځ سلګونه ماشومان خواري مزدوري کوي. انځور له ارشيفه

د افغانستان او پاکستان تر مينځ په تورخم دروازه کې درې افغان ماشومان تر يوه بار وړونکي ټرېلر لاندې شوي چې په نتيجه کې يې دوه مړه شوي او درېيم ژوبل شوی دی.

دا پېښه نن (مارچ ۲۲مه) رامينځ ته شوې ده.

د پېښې په اړه یوه ځایي اوسېدونکي نصیب جان شینواري مشال راډيو ته وویل چې نن سهار د مومندرې او سپین غر ولسوالیو مربوط دغه درې ماشومان، چې تورخم ته د مزدورۍ لپاره تللي ول، د بندر له دروازې سره د یوه ټرېلر ګاډي لاندې راغلل.

شینواري وويل پېښه هغه مهال وشوه چې د محمد نور، عظیم الله او شکرالله په نومونو دغو ماشومانو په پیسو د خلکو ګنډې (غوټې) له تورخم دروازې څخه د پاکستان غاړې ته د یوه اوښتونکي ټرېلر موټر تر سینې لاندې په پټه انتقالول.

د ننګرهار ځایي چارواکي هم پېښه تاییدوي او وایي چې پېښه د تورخم دروازې هغې غاړې ته شوې ده.

سلګونه کم عمره ماشومان چې ډېری یې د ښوونځيو زده کوونکي هم دي، د نېږدې شاوخوا سیمو تورخم ښارګوټي ته د خوارۍ مزدورۍ لپاره ځي چې ډېری یې په درنو کارونو بوخت او وخت ناوخت د دا ډول پېښو قرباني کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG