د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت: په تورخم کې ایسار افغانان په تذکرو خپل وطن ته ستنېدلی شي


په تورخم کې يو افغان خپله ناروغه مور په شا کړې ده. يو پاکستاني پوځي یې اسناد ګوري (تصویر له ارشيفه)
په تورخم کې يو افغان خپله ناروغه مور په شا کړې ده. يو پاکستاني پوځي یې اسناد ګوري (تصویر له ارشيفه)

پاکستاني چارواکي وايي د لنډې مودې لپاره افغانان له پاکستانه، په تذکرو هم افغانستان ته ستنېدلی شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د اپريل په ۲۵مه پر ټويټر ليکلي چې هغه افغانان چې تذکره لري د روان کال د اپريل تر نهه ویشتمې پورې د تورخم له لارې افغانستان ته واپس کېدلی شي.

د لنډيکوتل (لواړګي) مرستيال کمیشنر اشراف الدين رسنيو ته په ليږلي بيان کې ويلي چې له دې سهولت څخه په ګټه اخیستو د اپريل په ۲۵مه يو شمير افغانان، افغانستان ته واوښتل.

د قانون له مخې له هر هېواده، د وتلو په وخت وخت بايد يو تن پاسپورټ‌ ولري چې د ايکزیټ ټاپه پرې لګيږي. بل پاکستان ته تللي خلک بايد د وېزې تر ختمېدو مخکې خپل هېواد ته ستانه شي. په تورخم کې بند پاتې کسان يا د پاکستان له مخکيني اعلان څخه په ګټه اخیستو په تذکرو هلته ورغلي وو او يا یې هم په پاسپورټ کې د پاکستانۍ وېزې موده ختمه ده. د پاکستان حکومت وايي د قانون په اسانولو سره یې افغانانو ته اجازه ورکړې چې خپل هېواد ته په تذکرو هم ستنېدلی شي.

د مارچ په څلورمه د پیښور د رسالدار کوڅې د شيعګانو په یو جومات کې له ځانمرګي برید وروسته، د افغانانو لپاره پاکستان ته بغير له وېزې سفر بند شو. البته چارواکي وايي اوس هم د ناروغۍ اسناد لرونکو ناروغانو ته بغیر له ويزې پر تورخم افغانستان ته د اوړيدو اجازه شته دی.

بلخوا په اسلام اباد کې افغان سفارت د اپريل په ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې افغانانو ته خبر ورکړی چې کولی شي په تذکرو خپل وطن ته د ستنېدلو له موقعه ګټه پورته کړي. دوی زیاته کړې چې که د چا ضرورت پيښيږي کولی شي په اسلام اباد کې له افغان سفارت او په پيښور کې له افغان قونصلګرۍ سره په رابطه کې شي.

XS
SM
MD
LG