د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې د نادرا دفتر له تړلو سره افغانانو لپاره د پاسپورټ او وېزې لرل لازمي شول


پر تورخم پاکستان ته تلونکي افغانان - انځور له ارشیفه
پر تورخم پاکستان ته تلونکي افغانان - انځور له ارشیفه

د پاکستان حکومت په تورخم کې د هغه هېواد د وګړو د ثبت او د شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) دفتر د تصدیق څانګه تړلې چې له وجې یې اوس له افغانستانه څوک بې له پاسپورټ ‌او وېزې سفر نه شي کولای.

د خیبر یو انتظامي چارواکي چې له رسنیو سره یې د اجازې نه لرلو له وجې د خپل نوم او غږ خپرول نه غوښتل، د مارچ پر نهمه نېټه مشال رېډيو ته وویل چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معید یوسف په امر یې په تورخم کې د نادرا د تصدیق دفتر تړلی دی. د دغه چارواکي په خبره، دا کار یې د "امنيت ټينګښت" لپاره کړی دی.

په هغه دفتر کې به د پاکستان او افغانستان ترمینځ په تذکره او د کډوالو په کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) د تګ راتګ کوونکو افغان وګړو تصدیق کېده. په دې صورت تایید شویو کسانو پاسپورټ او وېزې ته اړتیا نه لرله او دا اسانتیا د پاکستان حکومت اکثر ناروغانو، ښځو او ماشومانو ته ورکوله. خو اوس د هغه دفتر تر بندېدو وروسته بايد پاکستان ته اوښتونکی هر افغان وېزه او پاسپورټ ولري.

پر دې پرېکړه دې له سره غور وشي او دا مسله دې حل شي
عصمت الله توخی

په پېښور کې د افغانانو د ټولنې یو مشر عصمت الله توخي د مارچ پر نهمه مشال رېډیو ته وويل چې د نادرا دفتر تر بندېدو وروسته افغانان له ستونزو سره مخامخ دي. "اوس به دا ضرورت مند خلک څه کوي؟ هلته جایدادونه، پوله پټی، خپل خپلوان لرو. اکثر ځو راځو نو هر وخت خو وېزه نه شو اخیستلی. په کار ده چې پر دې پرېکړه له سره غور وشي او دا مسله دې حل شي."

هره ورځ له افغانستانه په زرګونو خلک د تورخم له لارې پاکستان ته تګ راتګ کوي. په دوی کې ډېری هغه ناروغان وي چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې روغتونونو ته د درملنې لپاره ځي.

پېښور مېشتی افغان کډوال احسان الله وایي، اوس "پر تورخم ناروغه کسانو ته ډېر مشکل جوړ شوی. دوی اوس څو څو ورځې په قطارونو کې ولاړ وي خو بیا هم اکثره پکې پاکستان ته داخل نه شي. چې څومره اساني پیدا شي ښه ده."

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبانو په افغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ او واکمن شول. تر هغې وروسته پاکستان له افغانستان سره پر پوله د خلکو تګ راتګ اسانه کړ او هم تېر کال یې اعلان وکړ چې ناروغان، ښځې او ماشومان بې له وېزې هم پاکستان ته تللی شي.

XS
SM
MD
LG