د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال وايي د اختر لپاره افغانستان ته نه شي تللی


 یوه افغان ښځه پر تورخم افغانستان ته د ستنېدو پرمهال خپل پاسپورټ ښيي - پخوانی انځور.
یوه افغان ښځه پر تورخم افغانستان ته د ستنېدو پرمهال خپل پاسپورټ ښيي - پخوانی انځور.

په پېښور او شاوخوا سیمو کې مېشت افغان کډوال وايي، پر تورخم دروازه د سفري بندیزونو له امله نه شي کولای چې کوچنی اختر په افغانستان کې له خپلو خپلوانو سره تېر کړي.

دوی وایي پر تورخم وره سختي ډېره شوې ده او بې له اسنادو څوک سفر نه شي کولی.

خو د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې د وفاقي حکومت له امر سره سم، هېچا ته اجازه نه شي ورکولای چې پر تورخم له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ وکړي. د دوی په خبره، دا اقدام یې د پولو د انتظام له پالیسې سره سم پورته کړی دی او موخه یې د وسله والو د تګ راتګ مخه نیول دي.

افغان کډوالو د اپرېل پر ۲۸مه مشال رېډیو ته وویل چې پخوا په تورخم کې دومره محدودیتونه نه ول او په اسانۍ به یې تګ راتګ کولای شو.

دوی دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د روژې په وروستیو ورځو کې افغانانو ته په تذکرو هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکوي. خو د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي ول افغانان یوازې د اپرېل تر ۲۹مې په تذکره ستنېدای شي.

په پېښور کې یو افغان وګړي حاجي رفیق مشال رېډيو ته وویل چې زوی ته يې پینځه کاله مخکې کوژده کړې ده او واده یې مسلسل ځنډېږي.

د دې افغان کډوالو په خبره، کلونه وشول چې خپلوان یې نه دي لیدلی.

د یو افغان کډوال ذکي الله په خبره، له دې ویرې افغانستان ته نه شي تللی چې بیا به ورته واپس پېښور ته تګ ګران شي. دی وايي، دوه خویندې یې په جلال اباد کې اوسي او اوږده موده وشوه چې نه یې دي لیدلي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۶ز کال پر تورخم بې له سفري اسنادو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه چې ورسره پر هغه لار د خلکو تګ راتګ خورا کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG