د لاسرسي ځای

تازه خبر

بښنې نړیوال سازمان: پاکستانی سرکار دې د خلکو جبري ورکونه ودروي


کوټه کې د ورکو بلوڅانو د کورنۍ غړیو احتجاجي پرلت وهلی. تصویر له ارشیفه
کوټه کې د ورکو بلوڅانو د کورنۍ غړیو احتجاجي پرلت وهلی. تصویر له ارشیفه

د بښنې نړیوال سازمان (امنیستي انټرنېشنل) په پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د خلکو جبري ورکول دې بند کړي.

د سازمان له مخې د کرکې ډک دا عمل نه یوازې د لادرکه شویو خلکو د حقونو سرغړونه ده بلکې دا کار د هغوی پر کورنیو هم ډېر بد اغېز کوي.

د بشري حقونو لندن میشت سازمان د نومبر پر ۲۲مه په یو خپور شوي بیان کې ویلي، په پاکستان کې د ۱۹۸۰ز له نیمایي راهیسې د خلکو په زوره ورکولو داسې اسناد شته چې پکې ریاستي ادارې د یو تن د نیولو د هغه د برخلیک او ځای په اړه د معلوماتو له ورکولو انکار کوي.

دغه بیان زیاتوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د ۲۰۰۱ز کال راهیسې په مسلسله توګه په هغه هېواد کې د بشري حقونو کارکوونکي، سیاسي فعالان، زده کوونکي او خبریالان په نښه کوي چې پکې د سلګونو لادرکو کسانو برخلیک لا هم معلوم نه دی.

د بلوچستان لادرکه کسانو کورنيو په کراچۍ کې احتجاج کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

بښنې نړیوال سازمان په خپل بیان کې د یوې داسې کورنۍ ذکر هم کړی چې ۱۰ تنه یې لادرکه دي او د کورنۍ غړي یې تر ذهني فشار او سخت خپګان لاندې تېرېږي.

سازمان پر چارواکو غږ کړی چې ژر تر ژره دې د ټولو لادرکو کسانو معلومات د دوی کورنیو ته ورکړي او هغه ټول کسان دې خوشې کړي چې لا هم بندیان دي.

بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ دواړه دا تورونه په سختۍ ردوي چې ګواکې دوی په زوره خلک لادرکه کوي او بیا یې وژني.

XS
SM
MD
LG