د لاسرسي ځای

تازه خبر

غير رسمي نتيجې: ازاد امېدواران د بلوچستان په بلدیاتي ټاکنو کې مخکې دي


په پشين کې يو سړی خپله رايه اچوي
په پشين کې يو سړی خپله رايه اچوي

د بلوچستان په ۳۲ ضلعو کې د مې په ۲۹مه شويو بلدياتي ټاکنو حتمي او رسمي نتيجې لا نه دې راغلې خو د مشال راډيو د راغونډو کړو معلوماتو ترمخه په زیاتره سيمو کې ازاد اميدواران مخکې دي.

د انتخاباتو کمېشن وايي، په ټاکنو کې تر ۱۶۰۰۰ زیاتو اميدوارانو یا کاندیدانو برخه اخيستې وه چې پکې لږ تر لږه ۱۳۳ ښځې وې. د کمېشن تر مخه د رايو اچوونکو شمیر خوا او شا ۳۵ لکه وو. چارواکي وايي د بلوچستان په پاتو ۲ ضلعو (کوټه او لسبېله) کې به د حلقه بنديو تر سمولو وروسته بلدیاتي ټاکنې کيږي.

له بلوچستانه د مشال راډيو خبريالانو د غير رسمي نتيجو له مخې تر اوسه پورې تر ټولو زیاتې څوکۍ ازاده امېدوارانو، ورپسې جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې او د صوبې واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ د بریا په حساب په درېیم نمبر ده.

د دې لومړنيو غيررسمي نتيجو له مخې په پښتون مېشتو سيمو کې د جمعیت علمای اسلام وروسته پښتونخوا ملي عوامي زیاتې څوکۍ ګټلې دي. چارواکي وايی چې له مختلفو سيمو لاهم نتيجې ورروانې دي نو ځکه د ګوندونو د ګټلو څوکيو شمېر بدلېږي رابدلېږي.

د چارواکيو په خبره، په پرونيو ټاکنو کې په نوشکي کې د دوو مخالفو ډلو ترمنځ نښته کې يو کس وژل شوی او د ټاکنو پر مهال په ټوله صوبه کې په بېلا بېلو پېښو کې تر ۳۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي. حکومت ويلي وو چې د دې انتخاباتو د امنيت لپاره یې ۲۱۰۰۰ پوليس ګمارلي وو. همداراز ځيني سيمې حساسه ګرځول شوې وي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د رایې اچونې شرح څومره وه خو د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي چې په انتخاباتو کې د خلکو فعاله ونډه اخيستل په ګوته کوي چې دوی د امنيت او په ارامه د ټاکنو د ترسره کولو په لړ کې پر ریاستي ادارو باور لري. نوموړي د مې پر ۲۹مه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د بلوچستان له بلدياتي ټاکنو سره په دې هېواد کې جمهوريت پیاوړی شوی دی.

د راپورونو تر مخه په ځينو سيمو کې سیاستوالو شريکه پرېکړه کړې وه چې ښځې به رايه ورکولو کې ګډون نه کوي. چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې د دې راپورونو پلټنه کوي او هېڅوک به نه پريږدي چې ښځو سره دا تعصب وکړي.

په بلوچستان کې سیاسي ګوندونو د انتخاباتو کمېشن لخوا پر دې پرېکړه خوشاله نه وو چې د مې پر ۲۹مه دې انتخابات وشي. خو د انتخاباتو کمېشن صوبايي مشر فیاض حسېن مراد مشال راډیو ته ویلي وو چې دا پرېکړه یې د سپریم کورټ په امر کړې وه.

په بلوچستان کې وروستئ بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۱۳ز کال د دیسمبر پر اوومه تر سره شوې وې او د ۲۰۱۸ کال په دیسمبر کې یې موده پای ته رسېدلې وه.

XS
SM
MD
LG