د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په ۳۲ ضلعو کې بلدیاتي ټاکنې وشوې


په پشين کې يو تن د رایو اچول په وخت
په پشين کې يو تن د رایو اچول په وخت

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د بلدیاتي ټاکنو لپاره رایو اچولو بهير روان دی. د چارواکو په وينا په دې مرحله کې په ۳۲ ضلعو کې انتخابات وشول.

د انتخاباتو کمېشن د شمېرو تر مخه په دې ټاکنو کې له ۱۶۰۰۰ څخه زیات امیدواران يا کانديدان بېلابېلو چوکيو لپاره ولاړ دي. په دوی کې لږ تر لږه ۱۳۲ یې ښځې دي. د کمېشن تر مخه د رايو اچوونکو شمیر خوا او شا ۳۵ لکه دی.

حکومت د امنيت لپاره ۲۱۰۰۰ پولیس ګمارلي دي. په دوو ضلعو (کوټه او لسبېله) کې اوس لپاره دا ټاکنې نه کيږي. چارواکو ويلي چې په دې ضلعو کې د حلقه بنديانو د مشکل له امله دا انتخابات د نامعلومې نېټې پورې ځنډېدلې دي.

په پشين کې د ټاکنو ښځينه افسرانې د رایه ورکوونکو په انتظار کې
په پشين کې د ټاکنو ښځينه افسرانې د رایه ورکوونکو په انتظار کې

د راپورونو تر مخه په ځينو سيمو کې سیاستوالو شريکه پرېکړه کړې چې ښځې به رايه ورکولو کې ګډون نه کوي. چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې د دې راپورونو پلټنه کوي او هېڅوک به نه پريږدي چې ښځو سره دا تعصب وکړي.

د بلوچستان د حکومت ویاندې فرح عظیم د مې پر ۲۸مه په کوټه کې خبریالانو ته ويلي وو چې حکومت یې د انتخاباتو لپاره د امنيتي او نورې ټولې تیارۍ سر ته رسولې دي. نوموړې زیاته کړه: "موږ په صوبه کې د ټولو سیاسي ګوندونو له مشرانو او غړیو سره په دې اړه خبرې کړې دي چې باید د انتخاباتو پر مهال د ضابطه اخلاق پوره خیال وساتل شي."

د دې په وینا، حساسه سیمې یې په دریو برخو ویشلې دي او د هغې لپاره یې هم د امنیت پلان جوړ کړی دی.

په بلوچستان کې سیاسي ګوندونو د انتخاباتو کمېشن لخوا پر دې پرېکړه خوشاله نه وو چې د مې پر ۲۹مه دې انتخابات وشي. خو د انتخاباتو کمېشن صوبايي مشر فیاض حسېن مراد مشال راډیو ته ویلي وو چې دا پرېکړه یې د سپریم کورټ په امر کړې وه.

په بلوچستان کې وروستئ بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۱۳ز کال د دیسمبر پر اوومه تر سره شوې وې او د ۲۰۱۸ کال په دیسمبر کې یې موده پای ته رسېدلې وه.

XS
SM
MD
LG