د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: سیاسي ګوندونه د بلدیاتي ټاکنو په نېټه خوشاله نه دي


د انتخباتو کمېشن وايي چې دوی دا ټاکنې په خپله خوښه نه بلکې د سپریم کورټ د امر په رڼا کې ترسره کوي.
د انتخباتو کمېشن وايي چې دوی دا ټاکنې په خپله خوښه نه بلکې د سپریم کورټ د امر په رڼا کې ترسره کوي.

د بلوچستان سیاسي ګوندونه وايي دوی داسې نه ګڼي چې په صوبه کې دې د بلدیاتي‌ ټاکنو ترسره کولو ته حالات جوړ وي.

دوی وايي، نه د انتخاباتو کمېشن ورته پوره او مناسبه تیاري کړې ده او نه هم سیاسي‌ ګوندونو د ملکي سیاسي‌ بحران له کبله ورته چمتووالی نیولی دی.

دوی وايي په شریکه یې د انتخاباتو کمېشن له مشرتابه سره د ټاکنو ځنډولو غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي وو خو هغوی رد کړي دي.

په صوبايي‌ اسمبلۍ کې د جمعیت علما اسلام غړي اصغر علي ترین د اپرېل پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې په دې انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو رضامندي نه ده شامله. ده وویل چې دوی د دې انتخاباتو ځنډولو لپاره په صوبايي اسمبلۍ کې قرارداد هم منظور کړی وو.

ده وویل، "د حکومت په ګډون ټول ګوندونه په دې اړه په یوه خوله دي او ټولو په شریکه د انتخاباتو له کمېشن سره لیدلي او بیا وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو اسلام اباد ته تللی او هلته یې د انتخاباتو کمېشن مشر ته ویلي چې یو پلوه روژه ده، بیا د بجټ اجلاس راتلونکی دی، بل د ووټرانو لېسټونه نه دي برابر، د یوه وارډ خلک په بل وارډ کې دي او د بل هغه په بل وارډ کې دي، نو دا انتخابات دې وځنډول شي خو هغوی عمل ورباندې ونکړ."

اصغر علي ترین وویل چې د دې انتخاباتو پر نتیجو به خامخا ګوتې راپورته کېږي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم په صوبه کې د مې میاشتې په پای کې د بلدیاتي انتخاباتو له ترسره کېدو سره مخالفت ښودلی دی. د دوی په وینا، د انتخاباتو کمېشن پوره تیاري نده کړې نو ځکه به د دوی په وینا په لوی شمېر خلک د رایو له ورکولو پاتې شي. د یاد ګوند د صوبايي‌ اسمبلۍ غړي نصرالله زېري مشال راډیو ته وویل، په کار ده چې دا ټاکنې لږ تر لږه دوې میاشتې ځنډول شوې وای.

ده زیاته کړه: "زموږ بنیادي اعتراض هم دا وو چې د بلدیاتي‌ انتخاباتو لپاره تیاري بنیادي شرط ده او هغه نده شوې، تر ټولو وړاندې حلقه بندۍ وي او بیا چې موږ پر کومو حلقو او د ووټرانو پر لسټونو کومې نیوکې کړې وې هغه تر اوسه لا هم نه دي سمې شوې."

نصرالله زیري وویل، بلدیاتي ټاکنې د ښاریانو د ژوند اسانه کولو لپاره وي‌ نو ځکه په کار ده چې پورته تیاري ورته وشي. خو د انتخباتو کمېشن وايي چې دوی دا ټاکنې په خپله خوښه نه بلکې د سپریم کورټ د امر په رڼا کې ترسره کوي. د یادې ادارې د بلوچستان مشر فیاض حسېن مراد د اپرېل پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، په کار وه چې دا ټاکنې په ۲۰۱۹م کال کې شوې وای. خو د ده په وینا، هم دا سیاسي ګوندونه د دې لپاره عدالت ته تللي وو چې موږ قانون سازۍ کوو خو د ده په وینا ویې نکړې.

مراد وویل: "هم دې سیاسي ګوندونو او صوبايي حکومت د عدالت له لارې انتخابات درولي وو، بیا سپریم کورټ د انتخاباتو کمېشن ته وویل چې تاسو انتخابات ولې نه کوی؟ نو موږ ورته وویل چې عدالت مو نه پرېږدي او بیا سپریم کورټ هغه بندیز لرې کړې او موږ ته یې زر تر زره د انتخاباتو کولو امر وکړ."

فیاض حسېن مراد د ووټرانو پر لسټونو د نیوکو په اړه وویل چې دا هم هغه لسټونه دي چې د ۲۰۱۸م کال ټاکنې ورباندې شوې وې. د ده په وینا، نوي لسټونه به د راتلونکو عام انتخاباتو لپاره تیارېږي.

په بلوچستان کې به له کوټې او لسبېلې پرته په نورو ضلعو کې بلدیاتي ټاکنې د راتلونکې مې میاشتې پر ۲۹مه ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG