د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اعلاوزیر پرضد د عدم اعتماد تحریک ناکامه شوی

میر عبدالقدوس بزنجو د ۲۰۲۱ز کال په نومبر کې منتخب شوی وو - پخوانی انځور.
میر عبدالقدوس بزنجو د ۲۰۲۱ز کال په نومبر کې منتخب شوی وو - پخوانی انځور.

په کوټه کې د بلوچستان د اعلاوزیر میر عبدالقدوس بزنجو پرضد د عدم اعتماد تحریک ناکامه شوی دی.

د مې پر ۲۶مه چې د اسمبلۍ مرستیال سپیکر سردار بابر خان موساخېل په غونډه کې د عدم اعتماد د تحریک وړاندې کولو غږ وکړ نو یوازې ۱۱ غړي یې په حق کې ودرېدل.

د پاکستان له اساسي قانون (ایین) سره سم، د اسمبلۍ ۲۰ فیصده غړي باید د بې باورۍ تحریک وړاندې کېدو په حق کې وي چې تر هغې وروسته پر پرېکړه لیک بحث کېږي او بیا یې په اړه غړي رایې ورکوي. په دې توګه د بلوچستان په اسمبلۍ کې باید لږترلږه ۱۳ غړي پر اعلاوزیر د عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو په حق کې درېدلي وای خو داسې و نه شول.

دا په داسې حال کې ده چې د مې ۱۸مې پر مازیګر د میر عبدالقدوس بزنجو مخالفانو یې پرضد د عدم اعتماد تحریک دایر کړی وو. قرارداد د صوبې پخواني اعلاوزیر جام کمال خان، د پاکستان تحریک انصاف پارلېماني مشر سردار یار محمد رند او د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر اصغر خان اڅکزي د سپیکر مرستیال ته وړاندې کړی وو او ویلي یې ول چې ورباندې داسمبلۍ ۱۴ غړو دستخطونه کړي.

خو د مې پر ۲۶مه له هغو ۱۴ څخه یې ۱۱ د اسمبلۍ غونډې ته حاضر نه شول.

د بلوچستان په اسمبلۍ کې ټول ۶۵ غړي دي او د اعلاوزیر بزنجو پرضد د عدم اعتماد تحریک بریا لپاره د ۳۳ غړو د رایو اړتیا وي. د بزنجو بلوچستان عوامي ګوند په اسمبلۍ کې ۲۴ غړي لري خو د ګوند مرکزي مشر جام کمال یې خلاف دی.

په اېتلافي حکومت کې شامل ګوندونه تحریک انصاف، عوامي نیشنل ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند او هزاره ډېموکریټېک پارټي ۱۶ غړي لري.

خو د جمعیت علمای اسلام (ف) د ۱۱ څوکیو په ګډون پاتې غړي د نورو مخالفه ګوندونو دي.

د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر پر ۲۵مه د پخواني اعلاوزیر جام کمال خان پرضد هم د عدم اعتماد تحریک وړاندې شوی وو خو نوموړي ورباندې په نومبر کې تر رایې اچونې مخکې استعفا ورکړې وه او بیامیر عبدالقدوس بزنجو بزنجو نوی اعلاوزیر منتخب شوی وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

  • انځور سایز

    پامیر ساحل

    پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.

XS
SM
MD
LG