د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیضې وبا: وزیراعظم ډېره بګټي کې تر مظاهرې وروسته بیړني اقدامات اعلان کړل


ډاکټران وايپه بلوچستان کې د څښلو د بشپړو پاکو اوبو د نشتوالي له امله ګڼې ناروغۍ پيدا کيږي. (تصوير له ارشيفه: ښځې د اوبو وړلو لپاره ورغونډې دي.)
ډاکټران وايپه بلوچستان کې د څښلو د بشپړو پاکو اوبو د نشتوالي له امله ګڼې ناروغۍ پيدا کيږي. (تصوير له ارشيفه: ښځې د اوبو وړلو لپاره ورغونډې دي.)

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر وفاقي او د بلوچستان پر صوبايي حکومتونو غږ کړی دی چې په ډېره بګټي کې دې د قي او اسهال (کولرا) وبا کنټرول لپاره "بیړني اقدامات" وکړي.

دولتي راډیو دا خبره د مې پر ۱۵مه تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د بلوچستان د هغه ښار اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو نشتوالي او د ناروغۍ د زیاتېدونکو پېښو پرضد احتجاجي ناسته وکړه. راډیو وايي، وزیراعظم اړونده ادارو ته امر کړی دی چې د ډېره بګټي په پیرکوه سیمه کې دې خلکو ته "خواړه، پاکې اوبه او نور اړین توکي" ورسوي.

ډېره بګټي د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۳۶۵ کیلیومیټره لیرې ختیځ لوري ته پروت ښار دی چې زیاتره اوسېدونکي یې د بې وزلۍ ژوند تېروي.

د مې پر ۱۴مه د مظاهرې ګډونوالو مشال راډيو ته وویل د هیضې ناروغۍ له وجې تر اوسه له ۲۰ زیات کسان مړه شوي چې پکې ماشومان هم شامل دي. خو حکومتي چارواکي له هغې بیکټیریايي ناروغۍ څخه د څلورو ماشومانو په ګډون د پینځو کسانو د مړینې تصدیق کوي.

د سیمې یوه اوسېدونکي ګل نواز بګټي مظاهرې ته په وینا کې وویل، "باور وکړئ چې اسلامي اصولو مجبوره کړي یو چې غلي یو که نه تر اوسه به د هیضې تر مرګونو څخه زموږ ځان وژنې زیاتې وای." هغه پر حکومت ټینګار وکړ چې په سیمه کې دې د څښاک پاکو اوبو بندوبست وکړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د هیضې وبا خپرېدو لامل د پاکو اوبو نشتوالی دی. د دوی په خبره، خلک په ډنډونو کې د باران اوبه جمع کوي چې بیا ورڅخه انسانان او څاروي دواړه اوبه څښي.

په ډېره بګټي کې د کولرا لومړۍ پېښې د اپرېل پر ۱۷مه ثبت شوې وې. تر هغې وروسته د ښار روغتیاپالانو ویلي ول چې د ډنډونو ناپاکه اوبه د ناروغۍ د خپرېدو لامل دي.

د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو د اوبو د ستونزې هواري لپاره په بیړني ډول د یو کروړ روپیو ورکولو اعلان کړی دی. اخوا د صوبايي حکومت ویاندې فرح شاه د مې پر ۱۴مه په یوه بیان کې ویلي چې له ښاره ۱۵ کېلومیټره لیرې په پیرکوه کې یې ناروغي کنټرول کړې ده او هلته یې د کولرا د درملنې یو مرکز پرانیستی دی.

د طبیعي ناورینونو پروړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) مشر نصیر احمد خان ناصر د مې پر ۱۴مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، اغېزمنو خلکو ته یې د خوړو او پاکو اوبو ترڅنګ دارو او درمل هم رسولي دي. نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه په سیمه کې د هیضې تر ۱،۵۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي چې ورڅخه یې پینځه کسان مړه شوي دي.

خو د سیمې اوسېدونکي د ناروغانو او مړیو شمېر خورا لوړ ښيي. د ډېره بګټي اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي چې تر ۳،۰۰۰ زیات کسان ناروغه شوي چې ورڅخه یې تر ۲۰ زیات مړه شوي دي. دوی وايي، اوسمهال تر ۲۰۰ زیات کسان په روغتونونو کې بستر دي.

د بلوچستان د روغتیايي چارو سېکرټر صالح ناصر د مې پر ۱۵مه په بیان کې ویلي دي چې د مې پر ۱۴مه د ډېره بګټي په بېلابېلو روغتونونو کې د ۲۱۵ کسانو درملنه شوې ده.

د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د ډېره بګټي ټوله ابادي څه باندې ۳۱۰،۰۰۰ ده.

قی او اسهال (هیضه یا کولرا) مرګونې بیکټېریايي ناروغي ده. روغتیاپالان وايي، که په دې ناروغۍ د اخته کس سمدستي درملنه و نه شي نو د اسهال (دستونو) او قي له وجې د وجود د اوبو او مالګو کمېدل د مرګ لامل کېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG