د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې خبریالان له حکومته د خادم اپرېدي د خوشې کولو غوښتنه کوي


خادم خان اپریدی (په عکس کې له ښي لوري لومړی) د باړې د نورو ملګرو خبریالانو سره: انځور له ارشیفه
خادم خان اپریدی (په عکس کې له ښي لوري لومړی) د باړې د نورو ملګرو خبریالانو سره: انځور له ارشیفه

د خيبر قبايلي ضلعې د باړې خبريالانو، د پريس کلب د پخواني صدر خادم خان اپرېدي د نيولو غندنه کړې او له حکومته يې د نوموړي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د باړې د خبريالانو مرکز يا پريس کلب غړو او پولیسو تایيده کړې چې د می پر ۱۳مه نیټه د باړې پریس کلب پخوانی صدر او د ایکسپریس نیوز خبریال خادم خان اپرېدی په شلوبر سیمه کې امنيتي چارواکو نيولی او نامعلومه ځای ته يې لېږدولی دی.

د باړې پریس کلب صدر کامران اپرېدي تیره شپه (د مې پر ۱۳مه) مشال راډيو ته وویل، داسې ښکاري چې خبریال خادم خان اپرېدی د ترهګرۍ ضد پولیسو نیولی وي، خو لا تر دې دمه یی څه تصدیق نه دی شوی. نوموړي ویلي، تر شپې ناوخته یی په باړه پریس کلب کې یوه غونډه رابللې وه چې پکې یی حکومتي ادارو نه غوښتنه وکړه چې خبریال خادم خان اپرېدی دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د خیبر ضلعې پولیسو ویلي چې دوی خبریال خادم خان اپرېدی نه دی نيولی بلکې له پيښوره ورپسې پولیس ورغلي ول. د خیبر ضلعي پولیسو مشر محمد عمران تیره شپه خبریالانو ته ویلي چې په دې لړ کې یې پلټنې پیل کړې دي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې پرون (د مې پر ۱۳مه) په یوه خبر پاڼه کې ویلي دي چې د دوی د پيښور څانګې په یوه کارروایۍ کې یو مطلوب اشتهاري ملزم خادم نيولی دی.

دغه تن ګلبهار تاڼې ته ځکه مطلوب وو چې د پولیسو په وینا پرې تور وو چې څه موده وړاندې یې د پولیسو یو سرتیری وژلی او بل ژوبل کړی و. صوبایی حکومت د خادم په نوم د دغه ملزم د سر قیمت ۱۰ لاکه روپۍ مقرر کړی وو.

د باړې پریس کلب غړي وایي چې په دې دوو پیښو کې یو نوم اخیستل شوی او ښایي د ملزم خادم په سر کې یی په غلطۍ سره د باړې پریس کلب پخوانی صدر خادم خان اپرېدی نیولی وي، خو په دې اړه لا حکومتي ادارو څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG