د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوز دیر کې د وسله والو فعالیتونه زیات شوي


د دیر سیمې یو تصویر
د دیر سیمې یو تصویر

د خېبرپښتونخوا د کوز دير ځينې اوسيدونکي وايي د دوی په سيمه کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د وسله والو فعاليتونه ډېر زيات شوي دي. دوی وايي په دغه سيمه کې وسله والو ځينو خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه هم اړولي دي خو بعضې خلک بيا له ویرې غږ نه کوي. د سيمې مشرانو په دې لړ کې له پوليس مشرانو سره جرګه هم کړې.

د کوز دير د چکدرې سيمې پروفېسر شاه خالد چې په يو کالج کې استاد دی وايي نن هم ورته وسله والو په فون دړکه ورکړې چې د دوی خلاف په حجرو، جوماتونو او ټولنيزو رسنيو کې کمپاين بند کړي ګنې وبه وژل شي. نوموړي د اکتوبر پر ۱۳مه مشال رېډيو ته وويل وسله وال چې ځان د تحريک طالبان پاکستان غړي بولي په میدان سيمه کې يې تېره مياشت د سکول يو استاد انحينير سعيد الله خان په ډزو ووژلو، دوه هفتې مخکې يې هم په دغه سيمه کې يو کور ته لاسي بمونه وروغورځول خو مرګژوبله پکې نه وه. د ده په خبره هم په روانه مياشت کې وسله والو د يوې موبايل کمپنۍ ټاور په باروتو والوځولو.نوموړی وايي د دوی د سيمې په جوماتونو کې اکثره وسله وال چنده راټولوي. شاه خالد وايي دوی نه غواړي چې سيمه يې د وسله والو په پټنځای بدله شي او بيا دغلته پوځي عمليات وشي. نوموړي وویل، دا وسله وال دې یې سيمې واېستل شي. دوی نه غواړي چې د وزيرستان په څېر یې سيمه بد نامه شي او بيا ټاپه پرې ولګي چې د دې سيمې خلکو وسله والو ته پنا ورکړې وه.

دې امنیتي حالاتو ته په کتو د اتوار په ورځ د دير د مېدان سيمې مشرانو د سيمې له پوليس مشرانو سره يوه جرګه هم کړې وه. د جرګې يوه ګډونوال عبدالمالک په چارشنبه مشال رېډيو ته وويل دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې په سيمه کې خپله عملداري قايمه کړي: ((موږ غوښتنه وکړه چې امنيتي سرتيري او په ځانګړې توګه پوليس دې له امنيتي پلوه په میدان کې خپله عملداري قايمه کړي. څه وجه ده چې د ۲۰۱۵ م کاله پورې دلته کې حکومتي عملداري وه او بيا ناڅاپه کمزورې شوه. پوليسو او د جرګې مشرانو د امنيت پر ځای کولو لړ کې له يو بل سره د همکارۍ کولو ژمنه وکړه.))

د کوز دير د ډي پي او عبدالرشيد خان موبایل بند راتلو او ډپټي کمشنر سادات حسن مرکې ته تيار شو خو د پوښتنې تر اورېدو وروسته يې خپل موبايل بند کړو. البته له کوز دېر د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي شفيع الله دا ومنله چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دوی په سيمه کې وسله وال بيا راپورته شوي دي. نوموړي په چار شنبه له مشال رېډيو سره په خبرو کې د شاه خالد د دې خبرو پخلی وکړ چې وسله والو د دوی په سيمه کې يو استاد وژلی او د بدامنۍ نورې پېښې يې تر سره کړي دي. نوموړي زیاته کړه، ډېر زر ده چې دغه سيمه به له وسله والو پاکه کړل شي. امنيت چې د خلکو بنيادي حق دی حکومت به يې کوشش کوي چې دغه خلکو ته ورکړي.

د کوز دير په تلاش سيمه کې د ډان ورځپاڼې سينير خبريال حليم اسد په چارشنبه مشال رېډيو ته وويل وسله والو په سيمه کې هغه چاته مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي چا چې د قلنګ پيسو له ورکولو انکار کړی و. نوموړی وايي، د سيمې خلک ډېر زيات پريشانه دی او د وسله والو له ويرې په دې اونۍ کې دوو کورنيو پېښور ته کډه کړې دي.

حليم اسد وايي کله چې په ۲۰۰۹ م کې د دوی په سيمه کې د وسله والو پرضد پوځي عمليات ترسره شول نو ځينې وسله وال افغانستان ته اوښتي ول چې د ۲۰۱۵ م کال وروسته وخت ناوخته په دير کې خپلو کورونو ته راتلل خو په دې وروستيو کې يې فعاليتونه ډېر زيات شوي دي. د کوز دير د چکدرې پروفېسر شاه خالد وايي د دوی د سيمې په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې به هله وسله وال ختميږي چې حکومت د ټولو وسله والو ډلو د مخنيوي لپاره کوټلې پاليسۍ جوړې او عملي کړي.

XS
SM
MD
LG