د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړه کې ۱۲ کاله پس کرش مشینونه بیا فعال شول


د کاڼو وړولو مشین
د کاڼو وړولو مشین

د خیبر په باړه تحصیل کې نېږدې ۱۲ کاله پس د کاڼو وړولو (کرش مشینونو) مالکانو ته په دې شرط د خپل روزګار بیا پيلولو اجازه ورکړل شوې چې لومړی به د چاپیریال ساتنې ادارې او ضلعي انتظامیې نه اجازتنامې اخلي.

دغه کرېش مشینونه په باړه کې د پوځي عملیاتو او بدامنۍ په وخت تړل شوي ول او امنیتي ځواکونو هېچا ته اجازه نه ورکوله چې د لویو چادونو په کولو له غرونو تیږې راوباسي او تعمیراتي مواد ترې جوړ کړي.

د قومي اسمبلې غړی اقبال اپرېدی وايي، د ولاړو کرش مشینونو بیا پیلولو لپاره یې له پوځي او انتظامي چارواکو سره یوه جرګه وکړه او تر کامیابه خبرو پس یې د کرش مشینونو مالکانو ته د خپل کاروبار بیا پیلولو اجازه ورکړل شوه. له مشال رېډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل چې کور کمانډر او وزیر اعلا ورته باور ورکړی او دوی پخپله په بیسۍ بابا غره کې کرش مشینونه بیا پرانستل.

په باړه کې د یوه کرش مشین مالک ابراهیم اپرېدی وایي چې دوی به د قانوني کاروبار ټولې تقاضې پوره کوي خو که لومړی ورته د مشینونو بیا رغولو او د نوې مشینرۍ راوړلو او لګولو اجازه ورکړل شي. نوموړی زیاتوي چې ټول مشینونه یې خراب شوي دي، د کاروبار بنیادي اډانه یې له مینځه تللې ده. د ده په وینا حکومت یې باید مرسته وکړي ځکه دا هرڅه به له نوې سره لګوي او بجلي به هم ورته راولي.

د کریشن مشینونو مالکان وایي، چې په باړه کې د پوځي عملیاتو په وخت لږ تر لږه ۸۰ کرش مشینونه تړل شوي ول چې په وینا یې څه باندې اته زره مزدورانو پکې کار کاوه.

امنیتي ځواکونه وایي په باړه کې په ۲۰۱۶ز کال کې د وسلوالو ډلو پرضد پوځي عملیات سر ته رسېدلي او په دې سیمه کې یې امن پر ځای کړی دی.

XS
SM
MD
LG