د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېل ګېټس: راتلونکو کلونو کې له نړۍ څخه د ګوزڼ د ناروغۍ ختمېدل ممکن دي


د فبرورۍ پر ۱۷مه پاکستان ته د سفر پرمهال بېل ګېټس له وزيراعظم عمران خان سره پر روغتيايي چارو خبرې وکړې.
د فبرورۍ پر ۱۷مه پاکستان ته د سفر پرمهال بېل ګېټس له وزيراعظم عمران خان سره پر روغتيايي چارو خبرې وکړې.

د مایکروسافټ شرکت بنسټګر بېل ګېټس د پاکستان د سفر پرمهال ویلي دي چې په راتلونکو کلونو کې له نړۍ څخه د ګوزڼ د ناروغۍ ختمېدل ممکن دي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۷مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان د سږنیو اقداماتو له وجې ښايي د پولیو ناروغۍ ختمول ممکن شي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د ګوزڼ ناروغۍ وایرس موجود دی.

ګېټس وویل، د پولیو د ختمولو هڅې لا پای ته نه دي رسېدلي خو په وینا یې اوسمهال وضعیت تر ټولو ښه دی.

د بېل او مېلېنډا ګېټس بنسټ د پولیو د ختمولو هغه نړیوال نوښت برخه دی چې د حکومتونو او نړیوالو سازمانونو یوه لویه پروژه ده.

ګېټس وویل چې د پاکستان هڅې اغېزناکه دي، خو دا یې ومنله چې په هغه هېواد کې له توقع برعکس پولیو ځکه کمه خپره شوه چې د کووېډ-۱۹ جهاني وبا پرمهال خلکو خپل تګ راتګ کم او محدود کړی وو.

نوموړي وویل، په افغانستان کې د وروستیو کلونو پرتله اوسمهال د پولیو ضد زیات واکسیني کیمپېنونه کېږي او دا چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو هڅې له یو بل سره تړلې دي. ګېټس البته زیاته کړه چې په ځانګړي ډول پر افغانستان تېر کال (۲۰۲۱ز) په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته وضعیت ته په کتو د دې هڅو د پایلو په اړه دقیق څه نه شي ویلای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG