د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د ګوزڼ مخنیوي پينځه ورځنی کمپاين پیل شوی


چارواکي وايي، ۵۳۳ ټيمونه يې جوړ کړي چې کور په کور ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکوي. انځور - ارشیف
چارواکي وايي، ۵۳۳ ټيمونه يې جوړ کړي چې کور په کور ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکوي. انځور - ارشیف

په شمالي وزیرستان کې د سېپټېمبر له ۱۷مې راهيسې د پوليو ضد پینځه ورځنی کمپاين پیل شوی دی.

د شمالي وزيرستان مرستيال کمېشنر شاهد علي خان د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وويل چې په دې کمپاين کې به هغو نېږدې يو لاک اته زره ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅکي ورکوي چې عمرونه يې تر پينځو کالو کم دي.

نوموړی وايي، ۵۳۳ ټيمونه يې جوړ کړي چې کور په کور ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د صحت چارو لپاره د پاکستاني وزیراعظم ځانګړي سلاکار ډاکټر فیصل سلطان د سېپټېمبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې په پاکستان کې په تېرو اووه میاشتو کې د ګوزڼ یوه پېښه هم مخې ته نه ده راغلې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه یوازیني دوه هېوادونه دي چې پکې اوس هم د پولیو ناروغي شتون لري او روان کال په پاکستان کې د پولیو اته کېسونه رپورټ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG