د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې۲۴ لکه ماشومانو ته د پولیو واکسين کېږي


پخوانی تصویر: په چمن کې يو ماشوم ته د پوليو واکسين کېږي
پخوانی تصویر: په چمن کې يو ماشوم ته د پوليو واکسين کېږي

په بلوچستان کې د ګوزڼ یا پوليو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د څاڅکو ورکولو پنځه ورځنی کمپاين نن په دویمه ورځ هم روان دی.

چارواکي وايي چې د دې کمپاين پر مهال به د صوبې ۲۴ لکه داسې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي چې عمرونه یې تر پنځه کاله کم وي.

چارواکي وايي چې د ۱۰ زره ډلو په مرسته به د صوبې په ۲۳ ضلعو کې دا کمپاين تر سره کيږي.

تردې وړاندې د مارچ پر ۲۹ مه نېټه د بلوچستان د سرکاري ملازمينو د احتجاجي پرلت له وجې د پوليو کمپېن دوه واره ځنډول شوی وو

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG