د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې يو بل ماشوم پوليو وهلی


په پېښور کې يو ماشوم ته د پوليو څاڅکي ورکول کيږي
په پېښور کې يو ماشوم ته د پوليو څاڅکي ورکول کيږي

د پاکستان د روغتیا څانګه وايي، په شمالي وزیرستان کې يو بل ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

دا په دې ضلع کې په تېرو درې اوونيو کې درېیم ماشوم دی چې په پوليو وايرس اخته شوی دی. د پاکستان د روغتيا ځانګې د مې پر ۱۶مه په يو بیان کې ويلي چې په اسلام اباد کې د روغتيا مرکزي ادارې (اېن ای اېچ) لېبارټرۍ د مې پر ۱۵مه نېټه د ميرامشاه په يو کلن ماشوم کې د پوليو وايرس موندلی دی.

په پاکستان کې شاوخوا ۱۵ مياشتې وروسته په لومړی ځل د اپرېل پر ۲۲مه او ورپسې د اپرېل پر ۳۰مه نېټه دوه ماشومان ګوزڼ وهلي ول.

په دې هېواد کې سږکال د پوليو درې واړه پېښې په شمالي وزیرستان کې ثبت شوې دي. د شمالي وزيرستان د روغتیا ادارې مرستیال ډاکټر شمس الرحمان د مې پر اتمه نېټه مشال راډیو ته ويلي ول چې پوليو وهلي دواړه ماشومان واکسين شوي نه ول خو واکسينېټرانو يې ګوتې وررنګ کړې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه يوازينې هېوادونه دي چې پکې لاهم د پوليو وايرس شته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG