د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ولې تل له سعودي عرب نه مالي مرستې غواړي؟


 پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د مدینې ښار د ګورنر شهزاده فېصل بن سلمان بن عبدالعزیز سره (تصویر ۲۸م اپرېل)
پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د مدینې ښار د ګورنر شهزاده فېصل بن سلمان بن عبدالعزیز سره (تصویر ۲۸م اپرېل)

پاکستان له سعودي عرب څخه غوښتنه کړېده چې سږ کال دې د پاکستان په سټیټ بېنک کې اېښودل شوې پیسې بیرته نه وباسي.

د پاکستان د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل دا څرګندونې سعودي عرب ته د خپل وروستي سفر نه پس دمې پر پنځمه په اسلام اباد کې رسنیو ته کړې دي.

دا له هغې وروسته ده چې د اپريل په ۳۰مه سعودي عرب ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال وزیراعظم شهباز شریف له سعودي چارواکو سره د خپل هېواد پر اقتصادي مسلو خبرې کړي.د دغه سفر پر مهال د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل هم موجود وو چې وروسته یې له سعودي چارواکو سره د مالي امداد پر مسلو مهمې خبرې کړې دي.

د مې پر پینځمه مفتاح اسماعيل په کراچۍ کې يوې خبري غونډې ته د وینا پر وخت وویل، سعودي عرب یې غوښتنو ته ښه ځواب ویلی دی: "زه سر ښار ریاض ته لاړم او د سعودي د خزانې وزیر سره مې وليدل، هلته موږ د اقتصادي مرستو په اړه پر تکنيکي مسلو خبرې وکړې، هغوي ته مو خواست وکړ چې سږ کال موږ ته کومې درې اربه ډالره واپس کول وو، د هغې لپاره دې یو کال نور مهلت راکړي. ​هغوي په دې اړه مثبته رويه ښودلې ده، بل مو د تېلو په بیو کې د ۳۰ سلنه کمولو خواست کړی، هیله ده چې په دې اړه به هم زموږ په حق کې پریکړه وشي. له دې نه پرته سعودي عرب په خپله خوښه هم د ځینو نورو مالي مرستو د کولو ژمنه کړې نو الله تعالی مو ډیر عزت وساتلو. "

سعودي عرب د ۲۰۲۱م کال په ډېسېمبر کې د یو کال لپاره د پاکستان په سټيټ بانک کې درې اربه ډالره نغدې ایښودې وې او د یو اعشاریه دوه اربه ډالرو د تېلو د پيسو واپسۍ کې یې تر یو کال پورې رعایت ورکړی وو.

د راپورونو له مخه دا مهال پاکستان د سختې اقتصادي بد حالۍ سره مخ دی،د سټيټ بانک د شمیرو له مخه په تيرو دوو میاشتو کې د زرې مبادلې ذخیرو کې شپږ اربه ډالره کمښت راغلی او څه د پاسه ۱۰ اربو ډالرو ته دا ذخيرې غورځيدلې دي. پر دې سربېره، پاکستان د بهرنیو پورونو د قسطونو ورکولو د ستونزې سره هم مخامخ دی.

د یوې اندازې له مخې د راتلونکي بجټ جوړولو او په اقتصادي توګه راولاړیدو لپاره د روان کال د جون میاشت پورې پاکستان ته د نهو نه تر ۱۲ اربو ډالرو پورې ضرورت ضرورت دی.

تر دې مهاله سعودي عرب په رسمي توګه پاکستان سره د مالي مرستو په اړه څه نه دي ويلي خو د پاکستاني دي نيوز ورځپاڼې د اقتصادي چارو خبریال مهتاب حيدر ته د پا کستان د خزانې د وزارت چارواکو ويلي دي چې سعودي عرب پاکستان ته د اتو اربو ډالرو په مالي پیکج ورکولو رضا شوی دی.

مهتاب حيدر د مې پر ۱۰مه مشال رېډیو ته د دې مالي پیکيج په اړه وويل چې سعودي عرب د پاکستان موجوده څلور اعشاریه دوه اربه ډالره پيکيج دوه چنده کړ: "سعودي عرب دغه مالي پیکج اتو اربو ډالرو ته ورسولو خو هغوی دا پیکیج د پیسو نړیوال صندوق یا ايي اېم اېف د لوظنامې سره مشروط کړ، نو ځکه اوس ټوله توجو د ايي اېم اېف سره په خبرو اترو مرکوزه ده. خو له سعودي عرب څخه د پاکستان غوښتنه دا ده چې موجوده څه د پاسه څلور اربه ډالرو د واپس کولو موده دې زیاته کړای شي او د تېلو رعایتي بیې دې دوه نیمو اربو ډالرو ته لوړې کړل شي او چې کومې درې اربه ډالره يې په سټيټ بېنک کې ایښودي دي هغه دې څه کم شپږ اربه ډالره کړي."

سعودي عرب له اوږدې مودې راهيسې د پاکستاني حکومتونو لپاره د مالي امداد او اقتصادي ملاتړ په لړ کې یو مهم هيواد دی.

خو پوښتنه دا ده چې سعودي عرب ولې د پاکستان سره هر وخت په روڼ تندي اقتصادي مرستې کوي؟ د دې پوښتې په ځواب کې پخوانی سفیر اصف درانی وايي چې پاکستان له لسیزو راهيسې د سعودي عرب هر ډول امنيتي ضرورتونه پوره کوي او د هغې په بدل کې ترې هيڅ خرچه نه اخلي: "د سعودي پوځ ته روزنه پاکستاني پوځ ورکړې ده،د سعودي عرب بحري ځواک اوس هم پاکستان چلوي، دې نه علاوه هوايي او د ځمکني ځواک په پیاوړتیا کې هم د پاکستان ډیر لاس دی، دا راز اوس مهال هم د پاکستاني پوځ دستې هلته موجودې دي نو دا یو ډیر همه ګیر او جامع تعلقات دي."

د اصف دراني په خبره دا مهال دوه ملیونه پاکستانیان په سعودي عرب کې روزګار کوي او هر کال د پینځو اربو ډالرو پورې زر مبادله پاکستان ته رالیږي. نوموړی زیاتوي چې د سټراټیژيکو تعلقاتو له امله سعودي عرب نغواړي چې پاکستان په اقتصادي حواله نسکور یا ړنګ شي، نو د دې له امله په اقتصادي توګه پیاوړی پاکستان د سعودي عرب لپاره هم ګټور دی. اصف درانی وايی چې سعودي عرب سره په اړیکو ساتلو کې پاکستان په سیمیزه او نړيواله کچه هم بشپړ توازن ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG