د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب پاکستان ته د ورکړي قرض د ستنولو مودې غځولو په اړه پر خبرو موافقه کړې


وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۲۹مه په جده کې له سعودي ولیهعد شهزاده بن سلمان سره ولیدل.

سعودي عرب موافقه کړې چې پاکستان ته د ورکړي درې اربه ډالرو پور د پرې کولو د مودې غځولو پر شرطونو له اسلام اباد سره خبرې اترې وکړي.

د مې پر لومړۍ سعودي عرب ته د وزیراعظم شهباز شریف د درې ورځني سفر په پای کې د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې ریاض به د تېلو او پېټرولو په برخه کې هم د پاکستان له نوي حکومت سره مالي مرسته زیاتوي او د هغه هېواد اقتصادي ډانچې د اصلاحاتو لپاره به هم ورسره مرسته کوي.

له اعلامیې سره سم، اسلام اباد د سعودي عرب د دوامداره مرستو مننه کړې.

اعلامیه زیاتوي چې اسلام اباد او ریاض په سیمه کې د هېوادونو د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي او د سیمې د اوسېدنکو د پرمختګ او ښه ژوند لپاره به سیاسي حللارو ته لومړیتوب ورکوي.

وزیراعظم شریف پر ټوېټر لیکلي چې د اپرېل پر ۳۰مه یې په جده کې له سعودي وليهعد شهزاد محمد بن سلمان سره هم ولیدل او ورسره یې پر دوه اړخیز چارو او اړیکو خبرې وکړې.

شریف د اپرېل پر ۲۸مه له يوه لوړ پوړي پلاوي سره په درې ورځني سفر سعودي عرب ته ورسېد. دا د اپرېل پر ۱۱مه نېټه د پاکستان د وزیراعظم تر ټاکل کېدو وروسته د هغه لومړی بهرني سفر وو چې پکې ورسره د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په ګډون یوشمېر وزیران ملګري ول.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۷مه په بیان کې ويلي ول چې شهباز شريف دا سفر د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان په بلنه کړی. وزارت ویلي ول چې شریف د سعودي عرب له مشرانو سره پر اقتصادي، سوداګريزو، د پانګې اچونې او هلته د مېشتو پاکستانيانو پر چارو خبرې کوي.

شهباز شريف پر داسې وخت سعودي عرب ته تللی وو چې پاکستان له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

تر دې وړاندې د پخواني وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ هم سعودي عرب دوه ځلې پاکستان ته د اقتصادي ستونزو د حلولو په خاطر پورونه ورکړي ول.

XS
SM
MD
LG