د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان خزانې وزير د ګرانۍ د کمېدو ادعا کړې


د پاکستان د خزانې وزير د مې پر څلورمه نېټه په کراچۍ کې خبرې کنفرنس وکړ. انځور له ارشېفه
د پاکستان د خزانې وزير د مې پر څلورمه نېټه په کراچۍ کې خبرې کنفرنس وکړ. انځور له ارشېفه

د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ادعا کړې چې د تحريک انصاف پخواني حکومت د پيسو له نړیوال صندوق (انټرنیشنل مانېټري فنډ یا ای اېم اېف) سره موافقه کړې وه چې د ډیزلو د یوه ليټر بیه به تر ۲۹۵ روپیو پورې لوړوي.

نوموړي د مې پر څلورمه په کراچۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې دا دعوه هم وکړه چې د پخواني حکومت پر موافقو سربېره یې حکومت په هېواد کې ګراني کمه کړې ده.

هغه تور پورې کړ چې د پخواني وزیراعظم عمران خان حکومت دوی ته د هېواد "د تاریخ تر ټولو زیاته ګراني" پريښې چې له کبله يې د ده په وینا، د بجټ تاوان یا خساره په "بې ساري توګه" لوړه شوې او دا ډول دې هېواد په خپل "تاريخ کې په لومړي ځل" ۲۰،۰۰۰ اربه روپۍ پور اخيستی دی.

خو د تحريک انصاف يو مخکښ ډاکټر شهباز ګېل د مې پر څلورمه په اسلام اباد کې د خبري کنفرانس پر مهال وويل چې هغه "خلک اوس خاموشه" دي چې مخکې به يې د "مسلم ليګ (ن) بيانیه په هر ځای کې خپروله" چې ګواکې په هېواد کې ګراني زیاته شوې ده. د ده په وينا، "هغوی اوس ولې په اوسنۍ ګراني چوپه خوله دي؟"

نوموړي زیاته کړه چې د دوی په حکومت کې د یو کیلو غوړيو قیمت ۴۰۰ روپۍ وو او اوس ۵۰۰ روپۍ ته رسېدلی دی. د ده په ادعا، د بجلۍ يو يونټ بیه پینځه روپۍ زیاته شوې ده او دا ډول د امریکايي ډالر په مقابل کې د روپۍ ارزښت نور هم ټیټ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG