د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان یو نیم ارب ډالره پور اخلي


امریکايي ډالر او پاکستانۍ روپۍ (ارشیف)
امریکايي ډالر او پاکستانۍ روپۍ (ارشیف)

پراګ - نړیوال بانک، اسیايي پرمختیايي بانک او د بینادي د جوړښت د پانګونې اسیايي بانک پاکستان ته د یو نیم اربه ډالرو ورکولو منظوري ورکړې ده.

د پاکستان قامي اسمبلۍ اقتصادي چارو قایمه کمیټۍ او د تحریک انصاف ګوند غړی مخدوم سید سمي الحسن د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د دې یو نیم اربه ډالرو پور ورکولو لاسلیک د جون پر ۱۹مه د وزیر اعظم عمران خان په موجودګۍ کې وشو.

نوموړي زیاته کړه، دا قرضې به یوازې روغتیا څانګې ښه کولو او د کورونا وایرس مخنیوی ترڅنګ د دې وبا له وجې پر رسېدلې تاوان لګول کېږي.

نوموړی وايي، کوم پور چې موږ اخیستی دي، هغه یوازې د کورونا او د دې وبا له کبله د رسېدلي زیان لپاره دی.

ده وویل، پور چې څوک د څه لپاره واخلي، هم یې پر هغې لګوي، په بل څه نه.

ده وویل ، "په پاکستان کې دومره صلاحیت وو چې موږ له اقتصادي بحرانه راوتې وو خو د کورونا وبا پکې راغله نو اقتصادي مسلې لږې زیاتې شوې ګنې موږ په اقتصادي توګه د استحکام اړخ ته روان وو."

سمي الحسن زیاته کړه چې دا قرضې به په راتلونکو څو ورځو کې پاکستان ته ورکړل شي.

هغه وویل، "پاکستان وړاندې هم د نړیوالې مالیاتې ادارې یا (ای اېم اېف) او نورو ادارو قرضې اخیستې دي."

د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي، پاکستان ته د کورونا وبا په ترڅ کې د ټولبند له وجې نور هم اقتصادي زیان رسېدلی دی نو په داسې حالاتو کې به دا هېواد د پورونو لا نور بوج سره مخامخ شي.

"پاکستان د پورونو واپس کولو لپاره د ځنډنۍ مودې په مد کې وړاندې هم شاوخوا اووه اربه ډالره اخیستې دي چې د نورو قرضو علاوه دي."

نوموړي زیاته کړه چې د پور مالیت پرې د سلو اربو ډالرو اوړېدلی دی. پاکستان چې به په کومو نېټو دا پور واپس کوي، نو د هغې لپاره ورسره پیسې نه شته.

هوتي وايي، نو پاکستان اې اېم اېف، نړیوال او نورو ادارو ته درخواست کړی وو چې د پيسو واپس نېټه دې ورته وغځوي.

نوموړي دا هم وویل، اسیايي پرمختیايي بینک او ځینو نورو ادارو پاکستان ته د جون پر ۱۹مه د دې اجازه ورکړه چې دا پیسې به د قرضو ورکولو لپاره او نورې به د کورونا لپاره کاروي.

د هوتي په وینا ، په دې پیسو کې دا شرط اېښودل شوی چې څومره پیسې پاکستان د قرضو او څومره یې د کورونا لپاره کاروي د هغې پیسو به څارنه کېږي.

د اکرام هوتي په خبره، که پاکستان لږ هم دا شرط پوره نه کړ نو نورې ادارې به ترې خبرېږي او د پاکستان نوم به خرابېږي.

خو پاکستان دا مهال سختو شرطونو ایښودو ته هم تیار دی ځکه چې د کورونا مخنیوی، اقتصاد ښه کولو او قرضو ورکولو لپاره بله چاره نه لري.

بلخوا د اقتصادي چارو یو بل کارپوه معراج الحق وايي، د پاکستان صحت محکمې په اقتصادي توګه د دې جوګه نه دې چې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره اقدامات وکړي نو ځکه د پورونو پرته له دې هېواد سره بله لاره نه شته.

نوموړي زیاته کړه چې پر پاکستان کورنۍ او نړیوالې قرضې زیاتې شوي دي او د قامي پیداوار په مقابله کې قرضې له سلو فيصدو زیاتې شوي دي.

ده وویل، په پاکستان کې له وړاندې ولسي قرضې زیاتې شوي دي. او د قامي پیداوار په مقابله کې قرضې له سلو فيصدو زیاتې شوي دي. د ایین مطابق دا ۶۰ فيصدو باید زیات نه وي. خو د کورونا وبا پر مهال له حکومت سره بله لار نه وه او ځکه د قرضو اخیستو اړخ ته ولاړه.

د اقتصادي چارو پوهان او چارواکي وايي چې په پاکستان د بهرنیو پورونو حجم ۱۰۷ بیلیونه ډالره ته رسېدلی دی.

بلخوا د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د اپرېل پر ۱۶مه د پاکستان لپاره د شاوخوا ۱.۴ بیلیونه ډالره پور ورکولو ویلي ول.

شنونکي وايي، له پور سره به پاکستان ته څه اسانۍ ترلاسه شي خو که د اقتصاد د ودې لپاره په کور دننه سم ګامونه وانخستل شي، امن پرځای نه شي، پالیسۍ بدلې نه شي، د وسیلو منصفانه ویش ونه شي، او صنعتونه وده ونه کړي نو یوازې بهرني پورونه او امدادونه د پاکستان پېچلې مالي ستونزې نه شي هوارولای.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG