د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان کې بارانونو نور مالي او ځاني زيان اړولی


په کراچۍ کې سېلاوونو زيات زيان رسولی دی. ارشېف
په کراچۍ کې سېلاوونو زيات زيان رسولی دی. ارشېف

د خيبر پښتونخوا چترال ضلع کې د بارانونو او سېلاوونو له وجې د بره چترال ځکمنۍ رابطه د هېواد له نورو سيمو سره پرې شوې ده.

د بر چترال مرستيال کمشنر شاه سعود د اګست پر ۲۶مه مشال راډيو ته ويلي چې د سېلاوونو له کبله په دغه سيمو کې کورونو او سړکونه ته سخت زیان رسيدلی دی او دده په خبره ډېر سېلانيان هلته ګېر دي. د شا سعود په خبره په سيمه کې امدادي کارروايانې هم دوام لري.

نوموړي زياته کړه چې په کوز چترال کې هم سېلاوونو ۳۰کورونه ته لږاو څلور په مکمله توګه ړنګ شوي دي.

د مشال رېډيو خبريال وايي، په رېشون سيمه کې د ار سي سي پل ته زيان رسيدلی چې له وجې يې د بره چترال د هېواد له نورو برخو سره مځکنۍ رابطه پرې شوې ده.

هلته په د افغانستان کاپیسا چارواکي وایي چې د دې ولایت په کوهبند ولسوالۍ کې تېره شپه سېلاوونو ۱۰ کسان وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي. د ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش مشال رېډيو ته وویل چې د ولایت په ډېرو نورو ولسوالیو کې هم سېلابونو خلکو ته درنه مالي زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه: "په عین حال کې د پنجشېر ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې هم سېلاوونه راغلي چې د زیانونو په اړه تر اوسه معلومات نشته.

کراچۍ کې باران: هم رحمت، هم زحمت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:52 0:00

له پروانه د مشال راډیو د خبریال وايي، په چارېکارو کې تېره شپه د وروستیو سېلاوونو له امله د نړېدلو ودانیو تر ملبې لاندې څلور نور مړي راایستل شوي دي.

د پروان د روغتون چارواکي، د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۰۰ کم خو د بېړنیو چارو مسؤلین دغه شمېر له ۱۰۰ زیات بولي. د ټپیانو شمېر شااوخوا ۳۰۰ تنه ښوول شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG