د لاسرسي ځای

تازه خبر

پشکال بارانونه: حکومت د پښتونخوا ۱۰ ضلعې "حساسې" بللي


په ۲۰۱۰ز کال کې سېلاوونو د نوښار په ګډون یو شمېر ښارونه ځپلي ول
په ۲۰۱۰ز کال کې سېلاوونو د نوښار په ګډون یو شمېر ښارونه ځپلي ول

د خیبر پښتونخوا د چترال انتظامیه وايي، د جولای پر ۱۳مه د پشکال بارانونو له وجې په ګلګون سیمه کې سېلاو راغلی چې ځینې کورونه، پلونه او لارې یې زیانمنې کړې دي.

د کوز چترال انتظامي مشر عبدالولي خان مشال راډیو ته وویل، له سېلاوونو څخه د خلکو او ودانیو ژغورلو لپاره یې په یو شمېر کلیو کې حفاظتي اقدامات کړي او د خلکو د بېکوره کېدو احتمال ته په کتو یې د ۱۵ خیمو یو کیمپ جوړ کړی دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په خیبر پښتونخوا له طبیعي ناورینونو سره د مبارزې صوبايي ادارې په پشکال کې د سېلاوونو امکان ته په کتو لږ تر لږه ۱۰ ضلعې حساسې بللې دي.

د دې ادارې یوه مشر پروېز خان د جولای پر ۱۳مه مشال رایو ته وویل، ضلعي انتظامیو ته یې خبرداری ورکړی او ورته یې مرستې هم رسولې دي.

په پشکال کې د پښتونخوا په میداني سیمو کې د سېلاو خطر وي
په پشکال کې د پښتونخوا په میداني سیمو کې د سېلاو خطر وي

د ادارې د بیړنیو مرستو د څانګې مشر اسماعیل خان یوسفزی وايي، په حساسو ضلعو کې، بره او کوز چترال، چارسده، کوهستان، نوښار، شانګله، کوز او بره دیر، ټانک او ډېره اسماعیل خان شامل دي.

د موسمیاتو صوبايي اداره وايي، د پشکال لومړی باران د جولای پر ۱۲مه په پېښور کې شوی او په مختلفو غرییزو سیمو کې د جولای تر ۱۴مې د ورښتونو امکان دی.

د جولای له نیمايي څخه د اګست تر نیمايي پورې یوه میاشت پشکال بلل کېږي چې پکې په هند، بنګلادېش او پاکستان کې بارانونه کېږي.

د خیبر پښتونخوا بېلا بېلې سیمې په تېرو وختونو کې سېلاوونو زښتې ځپلې دي.

په ۲۰۱۰ز کال کې سېلاوونو لسګونه زره خلک بې کوره کړي ول او فصلونو او ودانیو ته یې تاوان اړولی وو.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې چارواکي وايي، همدې خطر ته په کتو هر کال تر پشکال مخکې حفاظتي اقدامات کوي او بیړنۍ مرستې تیارې ساتي.

دوی زیاتوي چې له خوړونو او سیندونو سره نېږدې اوسېدونکي دې وار له مخه احتیاطي تدابیر عملي کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG