د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې بارانونو او سېلاوونو ۱۰ کسان وژلي


د ۲۰۲۰ز په اګست کې په سوات کې سېلاوونو یو شمېر ودانۍ ړنګې کړې وې
د ۲۰۲۰ز په اګست کې په سوات کې سېلاوونو یو شمېر ودانۍ ړنګې کړې وې

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، د صوبې په بېلا بېلو برخو کې اورښتونو او سېلاوونو لږ تر لږ ۱۰ کسان وژلي او ۱۰ یې ژوبل کړي دي.

دې ادارې د جولای پر ۱۵مه وویل چې د وروستیو بارانونو له وجې تر ۱۵ زیات کورونه ړنګ شوي او یو شمېر ودانۍ زیانمنې شوې دي.

په بیان کې راغلي چې بارانونو او سېلاو تر ټولو زیات زیان په شانګله کې اړولی دی.

پي ډي اېم اې وايي، د پشکال پر مهال یې د بره او کوز چترال، چارسدې، نوښار، سوات، پېښور او شانګلې په ګډون نهه ضلعې حساسې بللې دي.

په عین وخت کې د موسمیاتو ادارې په راتلونکو ورځو کې د خیبر پښتونخوا په غرییزو او میداني سیمو کې د پشکال د بارانونو وړاندوینه کړې.

په جنوبي اسیا کې د جون له ۱۵مې څخه د جولای تر نیمايي پورې د پشکال میاشت وي او بیا د اګست تر ۱۵مې پورې د بادرو (بادو) میاشت وي چې پکې زیات بارانونه کېږي.

د ۲۰۲۰ز کال په اګست کې بارانونو او سېلاوونو د سوات یو شمېر برخې ځپلې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG