د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې سېلاوونو ۳۰ تنه وژلي ۳۸ ژوبل


په سوات کې سېلاوونو د سر او مال زښته ډېر تاوانونه اړولي
په سوات کې سېلاوونو د سر او مال زښته ډېر تاوانونه اړولي

د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو برخو کې د توپاني بارانونو او سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه او ۳۸ کسان ژوبل دي.

د قدرتي افتونو د نظم اداری (پي ډي اېم اې) د سپتمبر پر درېمه په یوه بیان کې ویلي چې سېلاوونو او بارانونو د صوبې په ۲۰ ضلعو کې ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي. چارواکي وايي په ځپلو سیمو کې د خلکو ژغورولو او له هغوي سره د مرستو هلې ځلې یې پیل کړي دي.

بل خوا نن له سواته د مشال راډیو خبریال د راپور تر مخه د ملم جبې شلتلو کلي کي د يوه کچه کور چت له پرېوتو یې د کورنۍ دوه غړي مړه او یو بل ژوبل دی.

په عین حال کې پي ډي ایم اې د نوښار او چارسدې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د سیندونو او خوړونو له غاړو خوندي ځایونو ته کډه شي.

پښتونخوا او سېلاوونه

د خیبر پښتونخوا په غریزو سیمو او ځانګړی توګه سوات، کوهستان او بونیر کې سېلاوونو او توپاني بارانونو زښته ډېر ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي چې اینجینېر شوکت شرار یې لوی سبب د سیندونو پر غاړه د ودانیو جوړول، پر کرهنیزه ځمکو کورونه جوړول او ځنګلونه وهل بولي. د مشال راډيو له خبریال شاهین بونېري سره په خبرو کې نوموړي وویل تر ټولو مخکې د دې مخنیوی کول پکار دی. دی زیاتوي چې په دغه اړه د ولس او ساینس پوهانو په مشوره منصوبه بندۍ او قانون سازۍ ته اړتیا ده.

اینجینیر ګوهر خان وايي چې د دوه زره پنځم کال د زلزلې نه وروستو په پاکستان د تعمیرونو درولو لپاره د ځنو قوانینو په جوړولو کار شوې وو خو دا قوانین عملي کیږي نه، چې په نتیجه کې یې چاپیریال ته زیان رسي او د بارانونو او سېلاوونو په شدت کې ډېروالی راځي.

نوموړی وایي چې د سېلاوونو مخنیوې داسې هم کېدې شي چې د اوبو واړه واړه بندونه جوړ کړل شي ، او د اوبو د اېستلو لپاره د نوي دور له غوښتنو سره سم نظام عملي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG