د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران په ۵ مياشتو کې له دوه نيم لکو زیات افغانان له خپل هېواده ایستلي دي


له ايرانه افغانستان ته شړل شوي افغانان (انځور له ارشيفه)
له ايرانه افغانستان ته شړل شوي افغانان (انځور له ارشيفه)

ایران د هغو افغانانو د جبري ایستلو پروسه چټکه کړې چې د چارواکو په وينا په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورغلي دي.

اسوسیټید خبري اژانس په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ايي او ايم د مرستیال اش کارل په حواله راپور ورکړی چې له ایرانه د افغانانو د جبري ایستلو اندازه په میاشت کې شپېته فیصده لوړه تللې.

هغه زیاته کړې چې سږ کال څه باندې دوه نیم لکه افغانان په جبري توګه له ایرانه بېرته خپل هېواد ته استول شوي چې په ګڼو یې سختې ورځې راغلي، ډزې ورباندې شوي او په ورځو ورځو یې پلی مزل کړی دی.

د راپورونو له مخې قاچاقاچیانو د ایران بندیزونو او محدودیتونو ته له پام پرته تېرې څو میاشتې د افغانستان او ایران په پوله کې خپل فعالیت ته دوام ورکړی او د ورځې یې ان تر پنځه زره کسان هم په ناقانونه توګه ایران ته اړولي دي.

اسوسیټید پریس په ایران کې له مېشت افغان خبریال او کارپوه عباس حسیني سره خبرې کړي چې وايي د طالبانو په بیا واکمنېدو د هغو قاچاق وړونکو کاروبار ښه شوی چې افغانان ایران ته وړي. هغه وايي: "د شمېرو په اساس د ورځې له پنځه زره تر شپږ زره کسانو پورې له پولې را اوښتي دي. ډېر یې په ناقانونه توګه. دې مسلې متاسفانه د انساني قاچاق وړونکو شبکو ته له ګټې ډک کاروبار رامنځته کړی دی."

طالبانو د ۲۰۲۱کال د اګست په ۱۵مه په زور د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري او منتخب حکومت ونيو او پر ځای یې خپل سختدريځه نظام پيل کړ. تر هغه وروسته په لکونو افغانان له افغانستانه په وتلو دي.

ایراني چارواکو ادعا کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په تېرو اتو میاشتو کې تر یو میلیون پورې افغانان دغه هېواد ته وراوښتي دي. ایران د دغو کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره تدابیر سخت کړي چې ځينې وخت په پوله کې له طالب چارواکو سره په لانجه هم اوښتي دي.

له ایرانه د افغان کډوالو د را ایستلو او هلته له افغانانو سره د زورزیاتي په غبرګون په افغانستان کې څو واره مظاهرې هم وشوې او ان په هرات کې د ایران پر کونسلګرۍ مظاهره چیانو کاڼي هم ورولي دي.

XS
SM
MD
LG