د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د پاکستان سفارت افغانانو ته وېزې ورکول ودرول


په کابل کې د پاکستان سفارت وداني
په کابل کې د پاکستان سفارت وداني

پاکستان په کابل کې افغانانو ته وېزې ورکول بند کړي دي. خو چارواکو ويلي کوښښ کوي چې د وېزو ورکړه يو ځل بيا شروع کړي.

د دغه سفارت مطبوعاتي مسؤلینو ازادي راډیو ته د وېزې د نه ورکوونې په اړه د دغه ګام دلایل روښانه نه‌کړل خو ویې‌ ویل، تمه ده چې راتلونکې یکشنبه بېرته د ویزو ورکړه پیل شي. يو افغان چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د مارچ په دولسمه مشال راډيو ته وويل چې د وېزو ودرول د کرونا وايرس له وېرې شوې دي.

په کابل کې د پاكستان سفارت هره ورځ سلګونه افغانانو ته ویزې ورکولې چې دې وروستیو کې یې فعاليتونه ټکني او په اړه‌یې د خلکو شکایتونه زیات شول.

شااوخوا پنځه میاشتې وړاندې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د سیاسي ناندریو له کبله په کابل کې د پاکستان سفارت د شاوخوا یوې میاشتې لپاره ویزې بندې کړې وې.

پر کابل سربېره په جلال‌اباد، هرات، مزار شریف او کندهار ښارونو کې هم د پاکستان قونسلګرۍ افغانانو ته ویزې ورکوي خو بیا هم ډېر افغانان له دې بهيره خوښ نه‌دي.

په افغانستان کې د کورونا ۷ او په پاکستان کې ۲۰ مثبتې پېښې مخې ته راغلې دي. دې مرض په ګاونډي ايران کې له درې سوو څخه ډېر خلک وژلي دي.

XS
SM
MD
LG