د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې ۲۲۷ نور افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته ستانه کړل


د ترکيې په ايزمير کې افغان کډوال (تصویر له ارشيفه)
د ترکيې په ايزمير کې افغان کډوال (تصویر له ارشيفه)

ترکیې ۲۲۷ افغانان "په زور" په یوه چارټر پرواز کې کابل ته ستانه کړي دي.

د هغه هېواد انادولو خبري اژانس ویلي چې هغه افغانان په ناقانونه توګه ترکیې ته داخل شوي ول او حکومت د اپرېل پر ۲۴مه له ختیز ولایت مالاتیا څخه ایستلي دي.

د هغه ولایت د کډوالو اداره وايي، د چارټر پروازونو له پیل راهیسې یې تر اوسه ۶۸۱ افغانان هېواد ته لېږدولي دي.

ترک چارواکي وايي، ناقانونه کډوال نه شي منلای او خپلو اصلي هېوادونو ته یې ستنوي.

له افغانستانه خلک عموماً د ایران له لارې ترکیې ته ځي او بیا هڅه کوي چې اروپايي هېوادونو ته داخل شي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې زرګونه افغانان ایران او بیا ترکیې ته تللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG