د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي د ایران د سفارتي استازوليو د ساتنې لپاره یې اقدامات کړي دي


په ايران کې د افغان کډوالو د ځورونو رپورټونو پرضد د ۲۰۲۲ز د اپرېل پر ۱۲مه په کابل کې احتجاجي مظاهره وشوه.
په ايران کې د افغان کډوالو د ځورونو رپورټونو پرضد د ۲۰۲۲ز د اپرېل پر ۱۲مه په کابل کې احتجاجي مظاهره وشوه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي، په هغه هېواد کې يې د ایران د سفارتي استازوليو د ساتنې لپاره امنيتي موظفينو ته دنده سپارلې ده.

دا خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اپرېل پر ۱۲مه تر هغه وروسته مشال راډیو ته وکړه چې د ايران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلو ډېپلوماټېکو نمایندګیو د بشپړ امنيت غوښتنه وکړه.

مجاهد زياته کړه چې دوی هم د ايران له حکومته غوښتنه کوي چې "هغه پېښې تعقیب کړي چې پکې له افغان کډوالو سره بد چلند شوی دی، عاملینو ته يې سزا ورکړي او د نورو ظلمونو مخه ونیسي."

په وروستيو کې پر ټولنيزو رسنيو داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې ښکاري چې ایرانيان له افغان کډوالو سره بد چلند کوي، خو ایران دا تورونه رد کړي دي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو ویډیوګانو د کره والي تصدیق نه شي کولای.

خو د افغانانو د ځورونو تر دې راپورونو وروسته د افغانستان په ځينو ښارونو کې د ايران خلاف مظاهرې وشوې. د اپرېل پر ۱۰مه په اسلام اباد کې هم د حقونو یوه ناحکومتي سازمان له افغانانو سره د ناوړه چلند د دعوو پرضد مظاهره وکړه.

د اپرېل پر ۱۱مه په هرات کې مظاهره چیانو د ایران پر کونسلګرۍ ډبرې وورولې او د ودانۍ دروازې ته يې اور واچاوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په هغه هېواد کې تر پينځه مېلیونه زيات افغان کډوال اوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG